ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شېرزاد: د مخالفينو له ځپلو پرته سوله نه شي راتلاى

شېرزاد: د مخالفينو له ځپلو پرته سوله نه شي راتلاى

author avatar
14 Sep 2014 - 15:01
شېرزاد: د مخالفينو له ځپلو پرته سوله نه شي راتلاى
author avatar
14 Sep 2014 - 15:01

جلال اباد (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): د ننګرهار امنيه قوماندان وايي چې لومړى بايد وسله وال له ځپلو سره کمزوري شي او له هغه وروسته دې د سولې خبرې اترې پيل شي ځکه چې په سوال سوله نه راځي.

امنيه قوماندان  پاسوال فضل احمد شېرزاد د وږي په ٢٣مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل، که چېرې د وسله والو له ځپلو پرته سوله راتلى،  نو څو کاله کېږي چې د هېواد په کچه د سولې عالي شورا موجوده ده.

نوموړي زياته کړه چې اوس افغان امنيتي ځواکونه پياوړي دي او د پياوړتيا په موخه يې مرکزي اداره او نړيواله ټولنه لا هلې ځلې وکړي تر څو د وسله والو د ځپلو په موخه په پراخه کچه عمليات ترسره شي او هغه اشخاص دې  چې نه غواړي هېواد جوړ شي، وځپل شي.

دى وايي: ((که چېرې د خبرو اترو له لارې سوله راتلى شواى، نو د سولې عالي شورا موجوده وه بايد سوله راغلې واى، خو مخکې له دې چې سوله کېږي بايد دښمن وځپل شي او بيا خبرې وشي.))

شېرزاد وايي چې پر سوال سوله نه راځي، په کار ده چې د خپلو امنيتي ارګانونو ملاتړ وشي څو افغانستان له روان بحرانه خلاص شي.

دى زياتوي، په کار ده چې د وسله والو د ځپلو په موخه له ملي ځواکونو سره ولس يوځاى شي.
ده وويل: ((که چېرې په سوال کېداى نور تر اوسه به شوې وه، ډېر وسله وال خوشي شول، بېرته لاړل او جنګ يې پيل کړ.))

دى وايي که چېرې دښمن ته زور ونه ښودل شي نو هېڅکله به په هېواد کې امنيت را نه شي او نه به هم سوله راشي.

امنيه قوماندان زياتوي چې د سولې شورا تر څنګ بايد امنيتي ځواکونه غښتلي و اوسي، ځکه چې که وسله وال د حکومت له ځواکه ونه وېريږي هېڅکله به سولې ته غاړه کې نه ږدي.

پاسول شېرزاد وويل: ((په سيمه کې چې زموږ حاکميت قايم نه وي نو هغه وخت کې سوله نه شي راتلى، اول به په سيمه کې موږ خپل واک قايموو او له هغې وروسته سوله راتلى شي.))

د نوموړي په خبره که څه هم د سولې شورا يو څه  کړنې ترسره کړې او ځيني وسله وال ورسره يوځاى شوي، خو  د سولې راوستو لپاره د ملي پوځ قوي وسله وال حرکت ته اړتيا ده.

دى وايي: ((په سوال او زاريو نه څوک سوله کوي او نه هم خبرو ته کېني، زه بيا هم وايم که چېرې موږ خپل قوت ور وښيو ستونزه هوارېږي.))

ده زياته کړه چې خبرې بايد هغه وخت کې ترسره شي، چې پايلې ولري او هر وخت چې کومې خبرې پايلې نه لري نو بايد بله بڼه يې ولټول شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.