ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې شپږ ناقانونه وسله وال او درې طالبان وژل شوي

غور کې شپږ ناقانونه وسله وال او درې طالبان وژل شوي

author avatar
14 Sep 2014 - 16:00
غور کې شپږ ناقانونه وسله وال او درې طالبان وژل شوي
author avatar
14 Sep 2014 - 16:00

فيروزکوه (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په غور ولايت کې د ماين چاودنې له امله درې طالبان او همدارنګه د دوو ناقانوني وسله والو قوماندانانو د پلويانو تر منځ په نښته کې شپږ کسان وژل شوي دي.

سيمه ييز چارواکي وايي چې دغه نښته د دولينه ولسوالۍ په سياه چوب سيمه کې له پرون راهيسې د ارباب عطامحمد او عبدالصمد د پلويانو تر منځ پيل شوې ده.

د غور والي سيد انور رحمتي پژواک خبري اژانس ته وويل، د دوى تر منځ نښته لا هم روانه ده، چې له دواړو لورو په کې شپږ کسان وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه يې د جګړې درولو په موخه سيمې ته لېږلي دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالقدير وويل چې د وژل شوو کسانو په ډله کې د ارباب عطامحمد زوى هم چې د همدې ډلې مشري يې پر غاړه لري، وژل شوى دى.

هغه زياته کړه: “د دواړو قوماندانانو کسان راکټ، پيکا او کلاشينکوف استعمالوي او خلک يې ډېر اندېښمن کړي چې ګني په دې جګړه کې به مړه شي.”

هغه زياته کړه چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د يادو قوماندانانو تر منځ نښتې رامنځته کېږي او دواړو لورو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ له يادې سيمې د جګړې له وېرې د غور مرکز ته لسګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

د ويلو ده، د روان کال د چنګاښ مياشتې په ١١مه نېټه د دولينه ولسوالۍ په سياه چوب سيمه کې د يوې نښتې پر مهال د عطا په نوم يو قوماندان له خپل زوى او خوريې سره يو ځاى ووژل شو او پر دې سربېره د قوماندان صمد دوه پلويان هم په کې وژل شوي وو.

همدارنګه د ياد ولايت په شهرک ولسوالۍ کې په يوه بله پېښه کې درې وسله وال وژل شوي دي.

د غور د امنيې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدير سمونوال عبدالهادي چهلغوري وويل، دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې طالبانو د شهرک ولسوالۍ په مسجد نګار سيمه کې د امنيتي ځواکونو لپاره ماين ځاى پر ځاى کاوه.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو بل طالب ټپي شوى دى.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.