ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د کرکټ سيالۍ پيل شوې

په ننګرهار کې د کرکټ سيالۍ پيل شوې

author avatar
14 Sep 2014 - 20:47
په ننګرهار کې د کرکټ سيالۍ پيل شوې
author avatar
14 Sep 2014 - 20:47

جلال اباد (پژواک ٢٣ وږى ٩٣): په ننګرهار کې د سيمه ييزو رسنيو تر منځ د غازي امان الله خان په نوم د کرکټ دولس اوريزې سيالۍ پيل شوې.

نن د وږي په ٢٣مه په ننګرهار کې د سيمه ييزو رسنيو د دولسو ټيمونو تر منځ دولس اوريزې سيالۍ د يوې غونډې په ترڅ کې پيل شوې.

د وړتيا په نوم د لوبو يوې پالونکې ادارې په تخنيکي مرسته او د انعکاس راډيو په مالي لګښت يادې سيالۍ پيل شوې، د يادې ادارې مسوول اکرام الله اکرام پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ به په ننګرهار کې د ګڼو اف ايم راډيوګانو له لارې خپرېږي.

نوموړى وايي، له يادو سياليو څخه يې موخه په هېواد کې سولې او امن ته کار کول دي او دوى به هڅه کوي، چې د لوبو د خپراوي پر مهال د سولې او امن پيغامونه خپاره کړي.

د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال په دې اړه جوړې شوې غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ننګرهار کې د رسنيو تر منځ د کرکټ سيالۍ يو نوښت دى او که چېرې يادې رسنۍ د لوبو د خپراوي پر مهال د نشه يي توکو پر ضد پيغامونه خپاره کړي او وسله وال سولې ته راوبولي، نو د هېواد لپاره به يې ستره ګټه وي.

ده وويل: ((ځوانان بايد سولې ته راوبلل شي، د نشه يي توکو پر وړاندې بايد مبارزه وشي، که چېرې دا ډول سيالۍ جوړېږي، ګټه به يې دا وي چې ځوانان به له نشه يي توکو وژغورل شي.))

ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم په ننګرهار کې د رسنيو تر منځ د کرکټ شل اوريزې سيالۍ په لاره اچول شوې وې، چې په پايله کې يې د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې لوبډله بريالۍ شوه.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.