ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د تازه مېوې لوى مارکېټ پرانيستل کېږي

په کندهار کې د تازه مېوې لوى مارکېټ پرانيستل کېږي

author avatar
14 Sep 2014 - 19:40
په کندهار کې د تازه مېوې لوى مارکېټ پرانيستل کېږي
author avatar
14 Sep 2014 - 19:40

کندهار ( پژواک، ٢٣ وږى ٩٣ ) : په کندهار کې د تازه مېوې د يوه لوى مارکېټ د جوړېدو چارې بشپړې شوې او ژر به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

دا به د هېواد په کچه د تازه مېوې او سبزيجاتو تر ټولو لوى مارکېټ وي، چې هم به يې پېر او پلور دلته تر سره کېږي او هم به له دې ځايه نورې نړۍ ته صادرېږي.

دغه مارکېټ د يوه سوداګر حاجي محمد صديق مومند په مشرۍ د مومند بنسټ له خوا جوړ شوى دى.

د دغه بنسټ وياند محمد فيضي د وږي په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تازه مېوې دغه لوى مارکېټ د کندهار ښار ختيځ لوري د کندهار- سپين بولدک پر لويه لاره د ښوراندام په سيمه کې پر ٤٥ جريبه ځمکه ودان شوى دى.

هغه زياته کړه، په دغه  مارکېټ کې له نړيوال معيار سره سم ٦٠٠ دوکانونه جوړ شوي، چې هر دوکان ٤ په ١٢ متره کې پراخوالى، يو پخلنځى، يو تشناب او د دوکان مخ ته ٦ متره پلې لاره(پياده رو) لري.

د نوموړي په وينا، په مارکېټ کې دننه د سوداګرو او دوکاندارانو تر منځ د اړيکو ساتلو لپاره د ټېلېفون سيستم او د سولر برېښنا اسانتيا هم برابره شوې ده.

ده دغه راز زياته کړه، چې د هرو شلو دوکانونو لپاره د ١٤ زره لېټره په ظرفيت د اوبو يوه- يوه زېرمه، ١٥٠ نور تشنابونه، جومات، پاخه سړکونه، د مېوې او سبزيجاتو د ليلام لپاره د يوه لوى سايوان په لرلو پراخ ځاى او نور هم جوړ شوي دي.

فيضي وايي، پر يادو شوو  ټولو اسانتياوو برسېره له دغه لوى مارکېټ سره په خوا کې ښوونځى، ديني مدرسه، روغتيايي مرکز، بانکونه او پنځه پوړه لرونکي دوه لوى هوټلونه هم رغول شوي دي.

د ده په خبره، د تازه مېوې د دغې لويې پروژې کارونه په بشپړېدو دي او ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وړاندې شي.

نوموړي دغه مارکېټ د هېواد په کچه تر ټولو  لوى د مېوې مارکېټ ياد کړ، چې له دې ځايه به په ميعاري توګه مېوې او نور سبزيجات نورې نړۍ ته صادرېږي.

خو نوموړي د دغې ټولې پروژې د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا او کندهار ښاروال محمد عمر عمر، چې له دغه لوى مارکېټ څخه يې ليدنه کړې، وايي چې له دې اقدام سره به په سوېل کې نه يواځې کرنه او باغداري، بلکې د تازه مېوې سوداګري هم وده وکړي.

ويسا وويل، دغه لوى مارکېټ په پرمختللې او معياري بڼه جوړ شوى او له دې سره به په ښار کې د هغو غير معياري مارکېټونو مخينوى وشي چې چاپېريال ته يې ګواښ پېښ کړى.

هغه زياته کړه: ((افغانستان او په ځانګړې توګه کندهار ډېرې ښې مېوې لري، خو اوس په ډېر بدحالت کې نورې نړۍ ته صادرېږي، د نوي مارکېټ په جوړېدو سره به د کندهار او ټول هېواد مېوې په معياري توګه پيک او بسته بندي کېږي او بيا به نورې نړۍ ته صادرېږي.))

په کندهار کې د تازه مېوې سوداګر او باغ لرونکي د دغه لوى مارکېټ په جوړېدو خوشحاله دي او وايي چې له دې سره به د مېوو په پېر او پلور، صارداتو او اړوندو نورو چارو کې ښه والى راشي.

حاجي احمد د تازه مېوې په پخواني مارکېټ کې مېوه پلوري، دى وايي، پخوانى مارکېټ ډېر کوچنى و او د اصولو مطابق نه و جوړ شوى، له همدې امله دغسې يوه لوى مارکېټ ته اړتيا ليدل کېدله.

هغه زياته کړه، په پخواني مارکېټ کې د ځاى د تنګوالي او نشتوالي له امله ډېرو محدودو کسانو د مېوې د کاروبار امکانات لرل، خو اوس به دغه چاره لا نوره پراخه شي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د منارې کلي باغ لرونکى حاجي جانان وايي، کندهار له ډېر پخوا څخه د مېوو او نورو کرنيزو توکو په محصولاتو کې شهرت لري، خو د پېر او پلور لپاره يې معياري ځاى نه درلود.

هغه پژواک ته وويل، د يوه لوى مارکېټ جوړېدل هم باغ لرونکو او هم سوداګرو ته لويه اسانتيا ده، له دې ځايه به د سيمې په کچه د مېوه جاتو او سبزيجاتو يوه پراخه راکړه ورکړه او کار و بار پيل شي.

خو نوموړي غوښتنه وکړه، چې په دغه مارکېټ کې دې د مېوو د ساتلو په موخه د سړو خونو د جوړولو غم هم وخوړل شي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.