ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيا کې د افغان ښځو شبکه فعاله شوه

پکتيا کې د افغان ښځو شبکه فعاله شوه

author avatar
14 Sep 2014 - 16:05
پکتيا کې د افغان ښځو شبکه فعاله شوه
author avatar
14 Sep 2014 - 16:05

ګردېز (پژواک  ٢٣ وږى ٩٣): په پکتيا ولايت د افغان ښځو شبکې په فعالېدو سره به د مېرمنو پر وړاندې ستونزو ته لاسرسى ډېر شي.

دا څرګندونې د يادې شبکې د پرانيستې په مراسمو کې د يادې شبکې د سوېل ختيځې حوزې مسوول سباوون احمدزي وکړې.

په مراسمو کې د ياد ولايت يو شمېر چارواکو، د مدني ټولنو او ولايتي شورا غړو او ځينو مېرمنو برخه اخيستې وه.

احمدزي وويل چې دغه شبکه د ښځو د بېلابېلو ټولنو چارې سره همغږي کوي او په ځينو مواردو کې يې د ظرفيت لوړونې لپاره مرستې کوي.

احمدزي وويل، دغه شبکه په مرکز او لرې پرتو سيمو کې د ښځو د ټولنو او په خپله د مېرمنو ستونزې راټولوي او اړوند ارګانونو ته يې د حل لپاره رسوي.

په پکتيا کې د بشري حقونو کمېسيون د ښځو د برخې يوه کارکونکې جميله يوسفزۍ وايي چې د دې شبکې فعالېدل  د ښځو له ټولنو سره په ډېرو برخو کې مرستې کولاى شي.

په پکتيا کې د ښځو د حقونو فعالې ماهرې احمدزی وويل، د دې شبکې فعالېدل د سوېل ختيځ زون د مېرمنو لپاره لويه لاسته راوړنه ده او له دې سره به د دوی زياتې ستونزې حل شي.

ياده دې وي چې د افغان ښځو شبکه لومړى په کابل او بيا په نورو ولايتونو کې جوړه شوه او  ورځ تر بلې يې د کار ساحه ولايتونو ته غځېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.