کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٣): د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو د دوشنبې په ورځ له غرمې وروسته له حامد کرزي سره په کتنه کې د خپلو مذاکراتو د پرمختګ خبر ورکړى او ويلي دي، چې په دې اړه به ډېر ژر هوکړه ليک لاسليک کړي.
د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې، چې پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، ويلي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوې ده، د ولسمشر دواړو مرستيالانو يونس قانوني او کريم خليلي هم شتون درلود.
ويل شوي، چې په دې کتنه کې، د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو حامد کرزى د ملي وحدت د حکومت په هکله د هغوى د مذاکراتو د بهير د پرمختګونو په اړه په جريان کې اچولى دى.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله هيله څرګنده کړې، چې شوې موافقې به ډېر ژر د ولسمشر کرزي او د هېواد د معززو شخصيتونو په شتون کې لاسليک کړي.
حامد کرزي هم يو ځل بيا د ولسمشرۍ له دغو دواړو نوماندانو غوښتي، چې هڅه وکړي، په خپلو کې شويو موافقو ته د رسېدو لپاره، خپلې هڅې ډېر ژر يوې پايلې ته و رسوي.
د ولسمشر دفتر د حامد کرزي په حواله ويلي، دی به په خپل ټول توان، موافقې ته د رسېدو د پروسې د چټکتيا لپاره، لکه د پخوا په څېر له اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله سره همکاري وکړي.
د دغو دوو نوماندانو د مذاکراتو پرمختګ او په دې برخه کې د يوه هوکړه ليک د ډېر ژر لاسليکولو د هيلې څرګندول، په داسې حال کې اعلانېږي، چې د ټاکنو کميسيون تېره ورځ د رايو د بياڅېړنې د بهير د پاى اعلانولو ترڅنګ وويل، چې دغه پايلې د شکايتونو کمېسيون ته استول شوې دي.
د قانون له مخې، دواړه نوماندان حق لري چې د ټاکنو کمېسيون له لوري د رايو د شمېرنې پروسې له پاى ته رسېدو وروسته د ٢٤ ساعتونو په موده کې، د دغه کمېسيون د پرېکړې په اړه د ټاکنيزو شکايتونو په کمېسيون کې خپل شکايت ثبت کړي او د شکايتونو کمېسيون هم بايد د ٤٨ ساعتونو په ترڅ کې ټول شکايتونه وڅېړي او پايله يې د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن