محمود راقي ( پژواک، ٢٤ وږى ٩٣ ) : د کاپيسا يو شمېر زندانيان وايي ، چې په دغه محبس کې د خراب چاپيريال له امله ورته يو شمېر ناروغۍ پيدا شوې دي .
د عبدالقدوس په نامه د کاپيسا د مرکزي زندان يو تن بندي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د زندان ودانۍ په کرايه نيول شوې، خونې يې وړې دي او نورې اسانتياوې هم نه لري.
هغه زياته کړه، چې يوه خونه د څلورو کسانو لپاره ده، خو مسوولين په کې ١٥ تنه بنديان اچولي دي.
د عبدالقدوس په وينا، په دې زندان کې د ناوړه چاپيريال ، په خونو کې د ډېرو کسانو اچول، په ژمي کې د اوبو نم او ډنډ او د مناسبو تشنابونو نه درلودل هغه څه دي ، چې زندانيان يې ناروغه کړي دي .
دى وايي چې د يوه زنداني روغتيايي حالت خراب شوى، په داسې حال کې يې روغتون ته ولېږداوه، چې د کوما په حالت کې و.
ده وويل ، چې څو ځلې دولتي مسوولينو له دې زندان څخه ليدنه کړې، ډاډ يې هم ورکړى ، خو تر اوسه يې ستونزې نه دي هوارې شوي.
بله خوا د قاري زبير په نوم يو بل زنداني، چې د پروان د سالنګ سيمې اوسېدونکی دى وايي، چې په دغه زندان کې د خونو ستونزه زياته ده .
هغه پژواک ته وويل ، چې په دې زندان کې نشه يي توکي په ازاده توګه راوړل کېږي او يو شمېر بنديان په نشه يي توکو روږدي شوي دي.
يو شمېر نورو زندانيانو د مسوولينو له رويې خوښي څرګنده کړه، خو ويل يې چې زندانونه معياري نه دي او د دوى ستونزو ته دې پاملرنه وشي.
د مرکزي زندان مسوول سمونوال نصيراحمد ملک زاده هم د زندان د ودانۍ او د خونو ستونزه تاييدوي .
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د زندانيانو د اوسېدو ځای خراب دی او دا د دوی پر روغتيا ناوړه اغېزه کوي .
دى وايي،دغه زندان د نساجي فابريکې يوه برخه ده ، چې دوی يې کرايه ورکوي او په اوسني وخت کې دا کور او جوړښت يې د زندان لپاره مناسب نه دي.
د يادونې ده، چې د کاپيسا زندانيانو پخوا هم د زندان د ودانۍ له نه شتون څخه سر ټکاوه او پخوا هم يو شمېر کسان د دغه چاپيريال له امله ناروغه شوي وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن