ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رييس خدايداد ونيول شو

رييس خدايداد ونيول شو

author avatar
15 Sep 2014 - 17:58
رييس خدايداد ونيول شو
author avatar
15 Sep 2014 - 17:58

 کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست، د وسله والو غلاوو، سړي تښتونې او جنايي جرمونو اصلي مشر له ديارلسو کلونو وروسته، چې د نړيوالو پوليسو تر څار لاندې هم و، نيولى دى.

د ملي امنيت وياند عبدالحسيب صديقي، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، خدايداد چې په رييس خدايداد مشهور و، تېره شپه د کابل ښار د پنځمې ناحيې په اړونده سيمه کې، د ملي امنيت ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ملي امنيت په وروستيو څو ورځو کې د رييس خدايداد د اوسېدو کور معلوم کړى و، چې دغه خطرناک مجرم يې د يو لړ ځانګړو عملياتو په پايله کې، چې شاوخوا ٣٦ ساعته يې دوام وموند، له دوو ملګرو سره يو ځاى نيولى دى.

صديقي زياته کړه، چې نوموړي د عملياتو پر مهال هڅه وکړه چې له امنيتي ځواکونو سره جګړه او پر وړاندې يې مقاومت وکړي، خو د موظفينو له سخت غبرګون سره مخ شو.

د ملي امنيت عمومي رياست وياند وويل: ” رييس خدايداد، د افغانستان په معاصر تاريخ کې تر ټولو لوى، خطرناک، ظالم او حرفوي مجرم دى.”

هغه زياته کړه، چې دغه مجرم په وروستيو کلونو کې د وژنو، وسله والو غلاوو او د سړي تښتونې په سلګونو قضيو کې لاس درلود او د هېواد په داخل او له هېواده بهر   يې  وسله والې غلاوې او د سړي تښتونې څو شبکې رهبري کولې.

نوموړي وويل، چې د ملي امنيت رياست په کابل او ولايتونو کې د وسله والو غلاوو  او تښتونو په ډېرېدو سره د دغو ډلو پر وړاندې د مبارزې عملياتي او کشفي شبکې جوړې کړي، چې د رييس خدايداد نيولو ته يې لومړيتوب ورکړى و.

صديقي زياته کړه، چې رييس خدايداد په کابل، کندوز او جلال اباد ښارونو کې په بېلابېل هويت ژوند او تګ راتګ کاوه، نه يواځې په افغانستان، بلکې په پاکستان، تاجکستان او عربي اماراتو کې يې هم ژوند کاوه.

د سرچينې په وينا، چې نوموړى د تاجکستان پوليسو په تور لېست او د نړيوالو پوليسو (انټرپول) تر تعقيب لاندې د لويو مجرمينو په لېست کې ځاى درلود.

د ملي امنيت عمومي رياست وياند وويل، چې د دا ډول کسانو او ډلو شتون په هېواد کې د نا امنيو د زياتوالي لامل شوى، چې د رييس خدايداد په نيولو سره يو لوى ګواښ له منځه يوړل شو.

هغه زياته کړه: ” هغو کسانو ته چې په دې باور دي، چې د هېواد اوسنۍ سياسي ناندرۍ، د دوى لپاره د جرمي مصوونيت لامل ګرځېدلي، پيغام دا دى، چې امنيتي ځواکونه به له دوى سره سخت چلند وکړي او دوى به د قانون منګولو ته وسپاري.”

د ويلو ده، چې د حبيب الله استالف په نوم يو بل لوى مجرم، د تېر کال په تلې مياشت کې د کابل پوليسو له ١٢ ورځني کمين او وسله والې نښتې وروسته نيول شوى و او لويې څارنوالۍ د هغه دوسيه چې په بېلابېلو جرمونو تورن و، د ياد کال په مرغومي مياشت کې بشپړه او محکمې ته وسپارله.

لويه څارنوالي وايي، شواهد څرګندوي چې حبيب الله استالف په هېواد کې د ننه او بهر له ډېرو مافيايي کړيو سره لاس لري.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.