ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان وردګو کې نږدې سل زره څارويوته د واکسين لړۍ پيل شوه

ميدان وردګو کې نږدې سل زره څارويوته د واکسين لړۍ پيل شوه

author avatar
15 Sep 2014 - 15:55
ميدان وردګو کې نږدې سل زره څارويوته د واکسين لړۍ پيل شوه
author avatar
15 Sep 2014 - 15:55

ميدانښار ( پژواک ۲۴ وږی۹۳) په ميدان وردګو ولايت کې نږدې ۱۰۰ زره څارويوته د بروسلوز ناروغۍ د واکسين لړۍ پيل شوه.

د ميدان وردګو د کرنې او مالدارۍ رييس فضل عمر د وږي په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه واکسين به د يوې مياشتې په ترڅ کې د ۹ تنو وترنرانو له خوا د دې ولايت په مرکز او ولسواليو کې پلى شي .

هغه زياته کړه، چې دغه واکسين به ۸۵ زره او شپږ سوه غواګانو او مېږو ته ترسره شي او په نورو څارويو نه تطبيقيږي .

 د نوموړی په وينا، هغه څاروي،چې ياد واکسين به پرې تطبيق شي،تر درې کلونوپورې به د بروسلوز ناروغۍ څخه مخنيوی وکړي .

د کرنې او مالدارۍ رييس فضل عمر وايي، ټاکل شوې د روان کال په ترڅ کې په دې ولايت کې نږدې ۲۵۰ زره غواګانو او ميږو ته د بروسلوز ناروغۍ د مخنيوي واکسين ترسره شي .

هغه همدا راز وويل  چې ډېر ژر به درې زره د ليونيو سپيو واکسين هم په دغه ولايت کې پيل کړي،چې د يادو دواړو واکسينونو لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکول کېږي .

ددې ولايت د نرخ ولسوالۍ يو اوسېدونکى حبيب الله وايي ، چې په دې وروستيو کې د يادې ناروغۍ له امله د خلکو يو شمېر څاروي مړه شوي دي.

هغه د کرنې او مالدراۍ له رياست څخه مننه وکړه، چې د بروسلوز ناروغۍ ددرملنې لپاره يې کمپاين پيل کړ.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.