اسلام اباد(پژواک، ٢٤ وږى ٩٣): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژادفير احضار کړى او د ډېورنډ کرښې دې غاړې ته يې د جګړې د پيل په اړه د پنجابي طالبانو د وروستي اعلان په اړه سخت اعتراض څرګند کړى دى.
ددغه وزارت له خوا د يکشنبې په ورځ( د وږى ٢٤مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د پاکستان سفارت شار ژدافير سيدمعظم شاه تېره ورځ ماښام ناوخته د هېواد د بهرنيو چارو وزارت ته احضار شوى دى.
خبرپاڼه زياتوي، چې د بهرنيو چارو وزارت لومړي سياسي رييس عبدالصمد صمد د پنجابي طالبانو د وروستيو خوځښتونو او اعلاميو د غندلو ترڅنګ څرګنده کړه:(( د پنجابي طالبانو وروستي خوځښتونه او تحرکات د افغانستان د امنيت او ثبات پر وړاندې ښکاره دسيسه ده ، دا ډول څرګندونې او کړنې د نړيوالو حقونو او موازينو خلاف او د ګاونډيتوب له اصولو سره هم په ټکر کې دي .))
نوموړي همدارنګه زياته کړې، چې افغانستان له کلونو راهيسې له ترهګريزو بريدونو سره خ دى ، چې له شک پرته دغه ځواکونه د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا روزل شوي، تجهير او تمويلېږي، لکه څرنګه چې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په وروستيو بريدونو کې ګڼ شمېر پاکستاني ترهګر وژل شوي او نيول شوي دي.
عبدالصمد صمد وويل، چې د پنجابي طالبانو وروستى دريځ او په افغانستان کې د جګړې دوام هم د هېواد په کورنيو چارو کې د پاکستان د خطرناکې څارګرې ادارې يوه ښکاره لاسوهنه ده، چې د افغانستان د بېګناه وګړو د وژنې د شدت مانا لري.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په کابل کې د پاکستان شار ژدافير ژمنه وکړه، چې د افغان دولت اندېښنه او غوښتنه به د پاکستان چارواکو او مسوولو مراجعو ته ورسوي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن