ترينکوټ ( پژواک ٢٥ وږى ٩٣ ) د اروزګان په مرکز ترينکوټ کې ددې ولايت يواځينى کتابتون ړنګ ، پر ځاى يې د ولايتي شورا لپاره ودانۍ جوړه او د وږي په ٢٥مه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د اروزګان والي امان الله تيموري ددې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا پر دې دوه پوړيزې ودانۍ ٢٨ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى دى.
هغه زياته کړه، چې دا ودانۍ د دولت له بوديجې څخه په دوو پوړو کې په يوه جريب ځمکه کې په يوه کال کې جوړه شوې ده.
والي وويل، چې ياده ودانۍ د نورو اسانتياوو ترڅنګ دوه د غونډو لوی سالونونه او ۱۲ اداري خونې لري .
تيموري ومنله، چې دا ودانۍ د کتابتون د ودانۍ پرځاى جوړ شوې، خو زياته يې کړه، چې دا پرېکړه هغه مهال شوې وه، چې ده د والي په توګه دنده نه ترسره کوله.
نوموړي زياته کړه، په پام کې لري چې په دې ولايت کې د کتابتون لپاره بله ودانۍ جوړه کړي.
د اروزګان د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي له دولت څخه مننه وکړه، چې د دوى لپاره يې ودانۍ جوړه کړه.
هغه زياته کړه، تر اوسه دوى په يوه کرايي کور کې فعاليت کاوه، چې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.
د اروزګان د اطلاعاتو او کولتور پخواني رييس نور محمد ابدالي پر ځايي ادارې نيوکه وکړه، چې د کتابتون ودانۍ يې ړنګه او پر ځاى يې ولايتي شورا ته ودانۍ جوړه کړه.
هغه زياته کړه، چې د کتابتون ودانۍ څو کاله مخکې د هالنډ هېواد له خوا د ٦٠ زرو امريکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې وه.
دى وايي، چې په دې کار سره ددې ولايت محصلين، زده کوونکي او د کتاب مينه وال له مطالعې څخه بې برخې کړاى شول.
د اروزګان ولايت ګڼ شمېر ځوانان او د کتاب مينه وال پر دې کار اندېښنه ښيي او له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره کتابتون ته بله ودانۍ جوړه کړي.
د نوراغا په نامه ددې ولايت يو تن محصل پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به هره ورځ لسګونه کسان ياد کتابتون ته د مطالعې لپاره ورتلل، خو له تېرو څو مياشتو راهيسې چې ودانۍ يې ړنګه شوې، له مطالعې بې برخې شوي دي.
نوموړي له مسوولينو څخه په دې ولايت کې د نوي کتابتون د ژر تر ژره جوړولو غوښتنه وکړه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن