کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون، د تحول او تدوام ټيم ١٨٨ شکايتونو ته لاسرسى کړى او ټاکل شوې، چې پرېکړه يې سبا ته اعلان کړي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ٨ مه او وروستۍ علني ناسته، نن د مدني ټولنې، رسنيو او د تحول او تدوام ټيم غړو په شتون کې تر سره شوه.
د دغه کمېسيون وياند نادرمحسني، په خپله وروستۍ غونډه کې د رايو د باطلېدو لړۍ په تړاو شکايتونو ته د لاسرسي په اړه وويل، چې دغه کمېسيون په نننۍ غونډه کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دوه وروستيو پرېکړو ته لاسرسى وکړ.
هغه زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون په يادو دوه پرېکړو کې د رايې ورکولو ٣٧١ مرکزونه باطل اعلان کړل، چې په اړوند يې ١٨٨ شکايتونه د اشرف غني په مشرۍ د تحول او تدوام ټيم له لوري د يادو محلونو په اړه ثبت شوي و، چې په نننۍ غونډه کې وڅېړل شول.
خو محسني څرګنده کړه، چې د تحول او تدوام ټيم د شکايتونو د ډېروالي او د کافي اثباتيه شواهدو او اسنادو د نشتون له امله د رايې ورکولو د دغو مرکزونو په اړه پرېکړه سبا ته پرېښودل شوه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې اونۍ د يکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ ټاکنو سل سلنې او ټولو رايو د تفتيش پروسې پړاونه له ٥٠ ورځو وروسته پاى ته ورسېدل، چې په پاى ته رسېدو سره يې دواړو نوماندانو ته په شکايتونو کمېسيون کې د شکايتونو د ثبت لپاره ٢٤ ساعته وخت ورکړل شو.
په دغه موده کې د تحول او تدوام ټيم خپل اعتراضونه ثبت کړل، خو د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم بيا کوم اعتراض ثبت نه کړ.
د ويلو ده، چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون به د نوماندانو له لوري د اعتراضونو له ثبتولو وروسته د ٤٨ ساعتونو په موده کې خپله پرېکړه د ټاکنو کمېسيون ته ولېږي، چې له هغه وروسته به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستيو پايلو ته د اعلان زمينه برابره شي، خو تر اوسه پورې د ټاکنو د اعلان کره نېته نه ده معلومه.
ورته مهال د ټاکنيزو شکايتونو مشر عبدالستار سعادت، چې نن يې په علني ناسته کې خبرې کولې وويل، چې دوى به ډېر ژر د ټاکنو پروسې په هکله خپله وروستې پرېکړه اعلان او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته بې ولېږي.
هغه زياته کړه: ” موږ نه غواړو، چې له دې وروسته نور هم منتظره پاتې شي، هغه انتظار چې د هرې ورځې په تېرېدو سره له ډيموکراسۍ د خلکو زړونه توروي او د خلکو او ټاکنو تر منځ واټن زياتوي.”
د شکايتونو کمېسيون مشر وويل، چې دغه انتظار ته به ډېر ژر د پاى ټکى کېږدي او سياسي مسايل به د دوى پر پرېکړو او تصميمونو هيڅ اغېز پرېنباسي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن