ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ الف لوبډله کوريا ته روانه شوه

د کرکټ الف لوبډله کوريا ته روانه شوه

author avatar
16 Sep 2014 - 15:11
د کرکټ الف لوبډله کوريا ته روانه شوه
author avatar
16 Sep 2014 - 15:11

کابل ( پژواک، ٢٥ وږى ٩٣ ) : د افغانستان د کرکټ الف لوبډله په اسيايي اولمپيک سياليو کې د ګډون په موخه نن له کابل څخه د سوېلي کوريا په لوري روانه شوه.

کوريا ته تر روانېدو مخکې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس او سلاکار وزير شهزاده مسعود، د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد او د افغانستان د ملي اولمپيک کېمټۍ مشر فهيم هاشمي لوبغاړو سره مخه ښه  وکړه.

شهزاده مسعود لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه، چې هلته په ملي احساس خپلې لوبې په ښه توګه ترسره کړي او د هېواد ملي بيرغ د  اسيا په اولمپيک سياليو کې ورپوئ.

هغه هيله څرګنده کړه، چې دا ځل  به د الف لوبډله له  اسيايي لوبو څخه د سرو زرو مډال راوړي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکټر نور محمد مراد وويل ، چې د اسيايي لوبو لپاره ټاکنيز کمېسيون پياوړې لوبډله ټاکلې ده.

هغه زياته کړه ، چې په اسيايي لوبو کې د کرکټ شل اووريزې سيالۍ ترسره کېږي او دوى د شل اووريزو سياليو تجربه لرونکي لوبغاړي په لوبـډله کې شامل کړي دي.

ډاکټر مراد وويل، چې د ملي لوبـډلې کپتان نبي عيسى خېل ، سميع الله شينوارى او ګلبدين نايب به هم له اسټراليا څخه کوريا ته راځي او له الف لوبـډلې سره به يو ځاى کېږي .

د الف لوبډلې مشر روزونکي رييس احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې لوبـډلې د اسيايي لوبو لپاره بشپړ تيارى نيولى او په کابل کې يې ښه تمرينات ترسره کړي دي.

نوموړى وايي، چې دوى له سياليو څخه دوه اونۍ مخکې کوريا ته ځي او هلته به هم خپل تمرينات ترسره کړي.

د الف لوبـډلې تېز توپ اچوونکي فريداحمد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى له تېرو څو راهيسې د ملي روزونکو په شتون کې په کابل کې ښه تمرينات ترسره کړي دي.

هغه هيله څرګنده کړه، چې د هېواد والو  په دعا ګانو سره به دا ځل له اسيايي لوبو څخه  د سرو زرو مډال راوړي.

د يادونې ده، چې څلور کاله مخکې په چين کې د افغانستان لوبډلې دويم مقام ګتلو سره د برونز مډال راوړى و.

په دې سياليو کې د اسيا د لسو هېوادونو د کرکټ  لوبـډلې برخه اخلي، چې په لاندې ډول دي.

افغانستان، پاکستان، سريلانکا، بنګله دېش، سوېلي کوريا، چين، نيپال، کويټ ، مالديف او ماليزيا.

د اسيايي لوبو د کرکټ سيالۍ د  تلې په پنځمه نېټه پيلېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.