ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“روان کال په هېواد کې ٨٠٠٠ کسان وژل شوي”

author avatar
16 Sep 2014 - 17:29
author avatar
16 Sep 2014 - 17:29

کابل (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): امنيتي چارواکي وايي،د ټاکنيزې ستونزې له امله نا امنۍ زياتې شوې خو د امنيتي ځواکونو د هڅو له امله وسله وال مخالفين خپلو موخو ته نه دي رسېدلي.

امنيتي چارواکي چې نن يې د مشرانو جرګې په استجوابيه غونډه کې خبرې کولې وويل، چې د ډيورند پر کرښه د پاکستان له خوا د خندق کيندلو په اړه د ګومارل شوي پلاوي د څېړنو پايلو ته منتظر دي.

د هغوى په وينا، پر افغانستان د پاکستان په راکټي بريدونو کې سږ کال ١٦ تنه وژل شوي او که ونه درول شي، افغانستان به ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.

دغه راز دوى وايي، په کابل کې د”شهيد اونۍ” د مراسمو پر مهال هوايي ډزې غندي او په راتلونکي کې به څوک پرې نه ږدي چې دا ډول ناقانونه کړنې وکړي.

د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي، د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزى او د ملي امنيت مرستيال حسام الدين حسام نن د مشرانو جرګې استجوابيه غونډې ته غوښتل شوي وو څو په هېواد کې د وروستيو نا امنيو د لاملونو، د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د خندق د ايستلو، پر ځينو سرحدي ولايتونو د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه معلومات ورکړي.

امنيت

د ملي دفاع وزير وويل چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال ځکه امنيتي ستونزې ډېرې دي؛ چې په دغه کال کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد وروستى پړاو ترسره کېږي او دوه پړاو ټاکنې هم ترسره شوې دي.

محمدى زياتوي چې د بهرنيو ځواکونو د وتو هر کلى کوي؛ ځکه چې په دغه کار سره افغان ځواکونه پر خپل ځان متکي کېږي.

د ده په وينا، د افغان دولت وسله والو مخالفينو فکر کاوه چې د بهرنيو ځواکونو په وتو سره به ډېرې سيمې د افغان دولت له ولکې وباسي، خو د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او خپلو موخو ته ونه رسېدل.

هغه زياته کړه: ” زموږ ځواکونه اوس په هغې کچه کې دي چې له خپل هېواد څخه دفاع کولاى شي يواځې د توپچي او هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لري.”

ده دا هم وويل چې وسله والو طالبانو او د هغوى کورنيو او بهرنيو ملاتړ کوونکو په روان کال کې ډېرې هڅې وکړې چې دولت ته سقوط ورکړي خو هېڅ يې هم ونه شو کولاى.

هغه زياته کړه چې د افغانستان ځينې ګاونډي هېوادونه هم دا نه غواړي چې په افغانستان کې امنيت ټينګ شي او هره شېبه هڅې کوي چې په دغه هېواد کې امنيتي ستونزې پيدا کړي.

د محمدي په وينا، په هېواد کې د وروستيو نا امنيو يوه برخه په ټاکنيزو ستونزو پورې هم تړاو لري نو ځکه خو د ولسمشرۍ دواړه کانديدان بايد ژر هوکړې ته ورسيږي او هېواد نور له دې ستونزو وژغوري.

د هغه د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو په روان کال کې ٥٧٧٤ بريدونه کړي چې ٦٢ يې ځانمرګي او ٦٩١ يې ډله ييز دي.

دغه راز د کورنيو چارو وزير محمد عمر داودزي هم وويل په روان کال کې وسله والو مخالفينو هڅه کوله چې خلک پر افغان امنيتي ځواکونو بې باوره کړي او ځينې سيمې ونيسي، خو دغه کار يې ونه شو کړاى.

د هغه د معلوماتو له مخې، په روان کال کې ١٥٢٣پوليس وژل شوي او٢٥٠٦ ټپيان دي، ٩٥٥ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٠٥٤ ټپيان دي او ٥٥٠٣ طالبان وژل شوي او ٢٣٧٠ نور ټپيان دي.

هغه وايي چې سږ کال د وسله والو طالبانو په ليکو کې د افغانانو په پرتله د بهرنيو طالبانو کچه لوړه ده او ډېرى وخت په خپل منځ کې په اردو ژبه خبرې کوي.

دغه راز د ملي امنيت مرستيال حسام الدين حسام وويل چې په روان کال کې وسله والو طالبانو د خيبر په نوم پوځي عمليات پيل کړل او په دغو عملياتو کې ورسره کورنيو او بهرنيو “ترهګرو” برخه واخيسته خو ويې نه شو کړاى خپلو موخو ته ورسيږي.

هغه زياته کړه: “خپلو ټولو نومول شوو واليانو او ولسوالانو ته يې خبر ورکړ چې عمليات پيل کړي تر څو يو ولايت يا يوه ولسوالي ونيسي خو دې موخې ته ونه رسېدل.”

د پاکستان له خوا خندق کيندل او راکټي بريدونه

د کورنيو چارو وزير محمدعمر داوودزي وويل چې پاکستان په روان کال کې پر افغانستان ٤٤٢١ راکټونه توغولي چې له امله يې ١٦ ملکي وګړي وژل شوي دي.

هغه د مشرانو جرګې غړو ته به خطاب کې وويل: “دوه ځلې د افغانستان د امنيت شورا پرېکړه وکړه چې پاکستان ته بايد بالمثل ځواب ورکړل شي خو دا چې موږ ولې ځواب ورنه کړ، په دې اړه زه تاسو ته هم ځواب نه لرم.”

ده د پاکستان له لوري د خندق کيندلو په برخه کې وويل چې د دغه خندق د کيندلو لپاره پاکستان هېڅ ډول قانع کوونکي دلايل نه لري.

د هغه په وينا، پاکستان له ډېرې مودې راهيسې هڅې کوي چې داسې يو خندق وکيندي او د افغانستان او پاکستان تر منځ يې پوله وبولي.

ده هم وويل چې په دې اړه د ګومارل شوي پلاوي تر راتګ پورې خاصې خرګندونې نه شي کولاى.

افغان ولسمشر درې ورځې مخکې يو پلاوى ټاکلى چې دغه موضوع وڅېړي.

تېره اونۍ رسنيو راپورونه خپاره کړل چې پاکستاني پوځيانو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د٤٨٠ کيلومتره اوږد خندق د کيندنې کار پيل کړى او دغه خندقونه د “ترهګرو او قاچاق وړونکو” د تګ راتګ د مخنيوي لپاره کني.

د ملي دفاع وزير د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان له لوري د خندق ايستلو په برخه کې وويل چې نن د افغانستان پلاوى په دې اړه له پاکستاني لور سره خبرې کوي.

ده وويل چې که پر افغانستان د پاکستان بريدونه ونه درېږي نو افغانستان به يې په اړه ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي.

پاکستان له شاوخوا دريو کلونو راهيسې په وقفه يي ډول د افغانستان پر سرحدي سيمو په تېره بيا پر کونړ او نورستان راکټي بريدونه کوي چې ډېر ځاني او مالي زيانونه يې اړولي دي.

د شهيد اونۍ مراسم

محمدي په دې اړه وويل: “د شهيدانو په ورځ يو شمېر کسانو په کابل ښار کې وحشت جوړ کړى و، چې دغه کار د شهيد له شان سره مناسب نه دى او هر هغه چا چې ډزې کړې، بد يې کړي.”

داودزي هم وويل چې په کابل ښار کې د شهيد اونۍ په مراسمو کې ځيني داسې کارونه وشول چې په هيڅ ډول د منلو وړ نه دي.

هغه زياته کړه که وروسته تر دې هر څوک هوايي ډزې وکړي نو پوليس به د قانون په چوکات کې له خپل توان سره سم ځواب ورکړي.

د مشرانو جرګې فضل هادي مسمليار وويل چې په يادو امنيتي برخو کې د امنيتي چارواکو څرګندونې د قناعت وړ دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.