ترينکوټ (پژواک، ٢٦ وږى ٩٣): په اروزګان ولايت کې د جګړې او ماين چاودنې له امله ١٠ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
دا پېښې د دې ولايت په چارچينو او دهراوود ولسواليو کې رامنځ ته شوې دي.
د دهراوود ولسوال محمد اسماعيل د وږي په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار په نهو بجو د ولسوالۍ په کشي سيمه کې پر يوه تراکتور چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې درې ماشومان او د تراکتور چلوونکى ټپيان شوي دي.
دى وايي، ټپيان د ولايت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي، خو د هغوى د روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل.
د يوه بل خبر له مخې، د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د دې ولسوالۍ د روغتون يوه ډاکټر چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د جګړې له سيمې څخه ورته شپږ ټپيان راوړل شوي دي.
د ده په وينا، په ټپيانو کې دوه وړې نجونې، دوه ښځې او يو ماشوم شامل دي.
هغه زياتوي، د درېيو ټپيانو حالت ښه و، هغوى رخصت شوي او درې نور تر درملنې لاندې دي.
دولتي چارواکو او وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن