ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اصف ننګ: د اروزګان د پوهنې رياست فلج شوى

اصف ننګ: د اروزګان د پوهنې رياست فلج شوى

author avatar
17 Sep 2014 - 18:14
اصف ننګ: د اروزګان د پوهنې رياست فلج شوى
author avatar
17 Sep 2014 - 18:14

ترينکو‌ټ (پژواک، ٢٦ وږى ٩٣): د ښوونې او روزنې وزارت تخنيکي او مسلکي مرستيال اصف ننګ وايي، د اروزګان ولايت د پوهنې رياست فلج شوى دى.

نوموړي دغه څرګندونې د وږي په ٢٦مه، دغه ولايت ته د سفر پر مهال په ترينکوټ ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وکړې، چې په کې والي امان الله تيموري، د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي او د پوهنې رياست کارکوونکو برخه اخيستې وه.

د اروزګان والي، د ولايتي شورا رييس، په دغه ولايت کې د تخنيکي او مسلکي لېسې او همدارنګه د ادارې او حسابدارۍ انسټيټيوټ زده کوونکو د وزارت ياد مرستيال ته يو لړ هغه ستونزې يادې کړې، چي جدي هواري ته اړتيا لري.

د پوهنې وزارت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرستيال محمداصف ننګ د چارواکو او زده کوونکو ستونزې واورېدې او زياته يې کړه، له ځان سره يې ١٧ جدي ستونزې ليکلي، چې د هوارولو هڅې به يې کوي.

هغه زياته کړه، د خپلې کاري دورې په لړ کې يې دا پنځم سفر دى، چې دې ولايت ته يې کوي او په هر سفر کې له ګڼ شمېر ستونزو څخه خبرېږي .

خو ننګ وويل، چې تر ډېرو هلوځلو او هڅو سره سره، تر اوسه نه دى توانېدلى چې په دې ولايت کې د پوهنې په برخه کې شته ټولې ستونزې هوارې کړي.

دى وايي، د دې ولايت د پوهنې رياست دومره فلج شوى، چې خپل يو کلن پلان هم نه شي جوړولى او لومړۍ هڅه به يې داوي، چې په رياست کې مسلکي کدرونه په دندو وګوماري.

د پوهنې رياست مسلکي او تخنيکي مرستيال زياته کړه، که په توان کې يې واى، نو د دې ولايت د پوهنې رياست ټول کارکوونکي يې له دندو ګوښه کول.

د اصف ننګ په وينا، لا هم وخت ته اړتيا شته، تر څو دوی وتوانېږي جې په ولايتي اداره کې ښه کدرونه په وړ ځايونو کې په دنده وګماري، تر څو اروزګان چې اوس مهال د پوهنې په برخه کې د ۱۷ وروسته پاتې ولايتونو په سر کې راځي، له دغه لېسته وباسي.

د اروزګان والي امان الله تېموري د پوهني وزارت دغه جګپوړي پلاوي ته د اروزګان د پوهنيز ډګر د ستونزو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، لا هم په دې ولايت کي د مسلکي ښوونکو نه شتون، د تدريسي کتابونو پر وخت نه رسېدل او د پوهنې په رياست کې د وړ کسانو نه شتون هغه  څه دي، چې د اروزګان د پوهنې بهير يې ټکنی کړی دی.

هغه وايي، د خپل راتګ له پيله يې د پوهنې په برخه کې د پرمختګ هڅې کړې، خو لا هم نه دی بريالی شوی، چې شته ستونزې ټولې هوارې کړي.

نوموړي هيله وښوده، چې د راغلي پلاوي په راتګ سره به يادې شوې ستونزې تر يوه بريده حل کړل شي.

د ولايتي شورا رييس امان الله هوتکي راغلي پلاوي ته وويل، که د دې ولايت د پوهنې ستونزې نه شي هوارېدى، نو زده کوونکو ته دې اجازه ورکړي، چې د ښوونځي پر ځاى د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

دى وايي، په ښوونځيو کې د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو د نه شتوالي له امله د زده کوونکو وختونه ضايع کېږي.

د اروزګان د پوهنې رياست مرستيال محمد نور اميني ومنله چې په ياد ولايت کې د پوهنې بهير ټکنى شوى دى.

هغه له راغلي پلاوي څخه هيله وکړه، چې د دې ولايت د پوهنې ستونزو ته د حل لاره پيدا کړي.

د يادونې وړ ده، چې په اروزګان کې له ٣٠٨ ښوونځيو څخه ٢٢٦ پرانيستي او ٨٢ نور يې د امنيتي ستونزو له امله بند دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.