ګردېز،جلال اباد (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): په لوګر او لغمان ولايتونو کې د بهرنيو پوځيانو په هوايي بريدونو کې يو ملکي وګړى او اته وسله وال وژل شوي او يو بل تن ټپي شوى دى.
چارواکي وايي چې د پکتيا په احمدخېلو ولسوالۍ کې د بهرنيو پوځيانو چورلکې د ډزو پر مهال يو ملکي کس وژلى او بل يې ټپي کړى دى.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل پژواک اژانس ته وويل، دا پېښه نن لس بجې په داسې حال کې رامنځته وشوه چې د يادې ولسوالۍ له ا احمدخېلو کلي د بهرنيو پر چورلکې ډزې وشوې.
هغه وويل، د پېښې قربانيان ملکي وګړي دي خو زياته يې کړه چې له سيمې د بهرنيو پوځيانو پر چورلکې ډزې شوې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي سيد رسول پژواک ته وويل، دوى په سيمه کې جلغوزي ټولولې چې د بهرنيو پوځيانو له چورلکې پرې ډزې وشوې او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.
هغه وويل: ((دا غرنيزه سيمه ده، دلته د جلغوزو ونې دي او خلکو يې نن حاصل ټولاوو. دلته نه وسله وال شته او نه چا پر چورلکو ډزې کړې.))
ايساف تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
بلخوا د لغمان چارواکي وايي چې د ايساف ځواکونو په هوايي بريد کې د مشهور قوماندان لعل محمد په ګډون ۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې دغه بريد تېر مازديګر د اليشينګ ولسوالۍ اړوند د شمکټ درې او وزبين تر منځ سيمو کې شوى دى.
ځواک وايي چې په وژل شوو کې له قوماندان لعل محمد پرته چې د يادې سيمې دى نور ټول د سروبي ولسوالۍ د وزبين سيمې اوسېدونکي وو.
د والي وياند وويل چې قوماندان لعل محمد پر شمکټ درې سربېره په سايګل، بادپښ، وزبين او ډېرو نورو سيمو کې د ورانکارو فعاليتونومشري کوله.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن