پل علم (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): چارواکي وايي چې وسله والو د لوګر د ښاروالۍ د اوبو ټانکر موټر له چلوونکي سره نيولى دى.
د دغه ولايت ښاروال احمدالله خان الفت پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن لس بجې د ښار سوېل ته د پل علم په نوم سيمه کې رامنځ ته شوه.
الفت وويل چې دوه وسله والو موټرسايکل سپرو په ياده سيمه کې د ښاروالۍ ټانکر موټر له چلوونکي سره نيولى او نامعلوم لور ته يې بيولي دي.
ښاروال وويل چې پېښه د لوګر د ملي امنيت رياست او د پل علم ښار د امنيتي دروازې په ٣٠٠ مترۍ کې رامنځته شوې ده.
الفت زياته کړه، ښاروالي د يوې خدماتي او بې پرې ادارې په توګه کار کوي او غوښتنه يې وکړه چې طالبان يې بايد تښتولى ټانکر موټر او چلوونکى بېرته خوشي کړي.
د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحاقزي پژواک ته تاييد کړه چې نن سهار وسله والو د ښاروالۍ د اوبو ټانکر او چلوونکى تښتولي دي.
خو امنيه قوماندان زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې په دې پېښه کې څوک لاس لري خو دوى به يې په تړاو جدي څېړنې وکړي.
د يادولو ده، دوه کاله مخکې هم وسله والو له پل علم څخه د لوګر ولايت د ښاروالۍ د اوبو يو ټانکر موټر تښتولى و چې تر اوسه لادرکه دى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن