ميدان ښار (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې پنځو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د جغتو ولسوالۍ بازار ته څېرمه د اسدالله په نوم د يوه تن پر کور د وسله والو طالبانو له خوا د توغول شوي توغندي د لګېدو له امله د نوموړي يوه نولس کلنه لور وژل شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د اسدلله درې نورې لوڼې چې عمرونه يې د ٥ او ٩ کلونو تر منځ دي، ټپيانې شوې دي.
دى وايي چې ټپي نجونې کابل ته ددرملنې په موخه لېږدول شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو و بل خبر له مخې، د کابل ـ کندهار پر لويه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د اندړو د پول په سيمه کې د دوو ټېلر موټرو د ټکر له امله د دواړو موټرونو چلوونکي مړه شوي دي.
د والي وياند د يادې پېښې رامنځته کېدل د چلوونکو بې احتياطي په ګوته کړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن