ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ويسا: د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره دې د ولايتونو ترمنځ د پولو امنيت خوندي شي

ويسا: د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره دې د ولايتونو ترمنځ د پولو امنيت خوندي شي

author avatar
17 Sep 2014 - 17:44
ويسا: د وسله والو د فعاليتونو د مخنيوي لپاره دې د ولايتونو ترمنځ د پولو امنيت خوندي شي
author avatar
17 Sep 2014 - 17:44

کندهار (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د کندهار ولايت چارواکو په اونيزه امنيتي غونډه کې يو د بل په خوا کې د پرتو ولايتونو د پولو د امنيت پر ساتلو او له يوه څخه بل ولايت ته د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ پر مخنيوي ټينګار وکړ.

په دغې غونډه کې د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا، د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال، د ملي امنيت رييس جنرال عيسى محمد، د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو د درېيمې لوا قومندان جنرال مرتضى خان، د امنيه قومندانۍ د امنيت امر پاسوال رحمت الله اطرافي او د افغان او ايساف ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړى وو.

د کندهار والي په ياده غونډه کې وويل، چې ډېر مهال وسله وال مخالفين له هلمند ولايت څخه کندهار ته راځي او دلته ورانکاره فعاليتونه تر سره کوي.

هغه زياته کړه، دا چې د هلمند او کندهار تر منځ د خلکو تګ راتګ زيات دى، وسله وال له همدې فرصت څخه ګټه پورته کوي.

نوموړي د دواړو ولايتونو (کندهار او هلمند) له امنيتي ارګانونو غوښتنه وکړه، چې په خپلو- خپلو ساحو کې دې د پولو امنيت خوندي کړي او د وسله والو مخالفينو د تګ راتګ مخه ونيسي.

ويسا دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې سلګونه وسله وال مخالفين چې بهرني اتباع هم په کې وو، له هلمند ولايت څخه د کندهار ميوند ولسوالۍ ته راغلل او وروسته يې پر ژيړۍ ولسوالۍ بريدونه پيل کړل، خو امنيتي ځواکونو يې پر وړاندې جګړه پيل کړه، چې څو ورځې يې دوام درلود.

نوموړي يادونه وکړه، چې وسله وال له بېلابېلو لارو، هڅه کوي کندهار ولايت ناارامه کړي، خو امنيتي ځواکونو يې مخه نيولې ده.

هغه دغه راز له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي لوى اختر لپاره هم امنيتي تدابير سخت کړي، ترڅو خلک په ډاډه زړه اختر ولمانځي.

په دې غونډه کې امنيتي مسوولينو د خپلو فعاليتونو په اړه هم معلومات ورکړل.

د ملي امنيت رييس وويل، چې د دغې ادارې منسوبينو په روانه اونۍ کې ١٩ وسله وال مخالفين له ٣٢ ماينونو، ١٣٧ کيلوګرامه چرسو، يو مزدا موټر او دوو موټرسايکلونو سره يو ځاى نيولي دي.

هغه زياته کړه، د دغو وسله والو له نيول کېدو سره په کندهار ښار او ولسواليو کې د ترهګريزو کړنو کچه ټيټه شوې ده.

بله خوا د امنيې قومندانۍ د امنيت امر رحمت الله اطرافي وويل، چې دا اونۍ پوليسو په کندهار ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو پر مهال ٣٢ وسله وال مخالفين وژلي، ١٠ نور يې ټپيان کړي او د يوه ځانمرګي په ګډون يې ١٠ تنه ژوندي نيولي دي.

ده وويل، د عملياتو پر مهال ٣٤ ماينونه، دوه له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکلونه، ٩ کلاشنکوفونه، ١٢ شاجورونه نيول شوي او د مخالفينو ١٨ نور موټرسايکلونه له منځه وړل شوي دي.

دغه راز د درېيم سرحدي زون قومندان عبدالحي اطرافي هم خبر ورکړ، چې روانه اونۍ يې ٤٩ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.