ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې يوه ژورنالېسته ووژل شوه

په مزار کې يوه ژورنالېسته ووژل شوه

author avatar
17 Sep 2014 - 09:14
په مزار کې يوه ژورنالېسته ووژل شوه
author avatar
17 Sep 2014 - 09:14

مزارشريف (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يوه ژورنالېسته په رڼا ورځ په خپل کور کې وژل شوې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرازق قادري د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د مزارشريف ښار د درېيمې حوزې اړوند روضې ته نږدې ساحه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، پلوشه توخي چې له بيان شمال رسنيز مرکز سره يې کار کاوه، د يوه ناپېژاند کس له خوا په خپل کور کې د چاقو په ګوزارونو وژل شوې ده.

قادري وايي چې بريد کوونکى تښتېدلى او پوليس يې په لټه وتلي دي.

خو په بلخ کې د بيان شمال رسنيز مرکز مسوول حفيظ مجيدي د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک اژانس ته وويل چې پلوشه د بلخ ولايت يوه تکړه خبرياله وه؛ خو له تېرو دوه کلونو يې له دې مرکز سره دنده پرې ايښې وه.

نوموړي زياته کړه، چې پلوشې دوه کاله وړاندې په تايلند هېواد کې د ماستري په موخه له دوی سره دنده پرې ايښي وه، چې له تېرو دوه مياشتو بېرته هېواد ته راستنه شوې وه.

د هغه په وينا بريدګر د واده د کارت ور وړو په پلمه د يادې ژورنالېستې کور ته ورغلى او بيا يې د څښلو لپاره اوبه ترې غوښتې وې.

مجيدي وويل، چې پر همدې مهال يې پلوشه د سر او سينې په برخو کې پر چاقو وهلې او وژلې يې ده.

نوموړي له امنيتي ارګانونو د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

د بلخ د امنيت امر سمنوال قادري وويل، چې دوی د پېښې په تړوا جدي څېړني پيل کړې دي؛ خو لا هم د وژنې اصلي لامل ته نه دي رسېدلي او نه يې تر دمه وژونکي نيولی دی.

د يادونې ده، شاوخوا دوه مياشتې مخکې په بلخ ولايت کې د لحظه په نوم د يوې بلې راډيو خبريال هم په خپل کور کې وژل شوى و.

په دې وروستيو کې په هېواد کې د ژورنالېستانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.