ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا ته د منظور شوو ښوونځيو د جوړولو چارې دې ژر پيل شي

پکتيکا ته د منظور شوو ښوونځيو د جوړولو چارې دې ژر پيل شي

author avatar
17 Sep 2014 - 12:00
پکتيکا ته د منظور شوو ښوونځيو د جوړولو چارې دې ژر پيل شي
author avatar
17 Sep 2014 - 12:00

ښرنه (پژواک ٢٦ وږى ٩٣): د پکتيکا ولايت د پوهنې رييس د پوهنې له وزارته غوښتنه کړې چې د نوو منظور شوو ښوونځيو د جوړولو چارې دې ژر پيل کړي.

کوچي ځاځي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه وويل چې پکتيکا ولايت ته ٤٦ نوي ښوونځي منظور شوي چې پر ١٣يې کار پيل شوى، پنځه جوړ شوي او نور پاتې دي.

د پوهنې رييس وايي، چې د يوه دارالالحفاظ په ګډون څلور ښوونځي د نجونو لپاره جوړېږي چې له امله به يې ښځينه زده کوونکو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

هغه زياتوي، په دغه ولايت کې ځيني ښوونځي ودانۍ نه لري، زده کوونکي په خېمو کې درسونه وايي او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پوهنې رييس وويل: ((د ۴۶ ښوونځيو له ډلې د ډېرو تخنيکي کارونه بشپړ شوي، د پوهنې له وزارت څخه غواړو چې د جوړېدو چارې يې ژر تر ژره پيل کړي.))

ځاځي ونه ويل چې دا ښوونځي د دغه ولايت د کومو ولسواليو او لرو پرتو سيمو لپاره منظور شوي دي.

د يادو ښوونځيو د منظورۍ اعلان تېر کال په چنګاښ مياشت کې د پکتيکا د والي او د پوهنې رياست د چارواکو له لوري وشو.

د پکتيکا د زده کوونکو د ټولنې مشر بره خان پژواک ته وويل، تېر کال چارواکو ژمنه کړې وه، چې دغه ښوونځي به د کال تر پاىه جوړوي خو داسې ونه شول.

هغه مني چې په تېرو څو کلونوکې د پکتيکا د مرکز په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې خو لا هم په ځينو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري.

دي زياتوي چې د ښوونځيو لپاره د ودانيو او نورو اسانتياو رامنځته کول د زده کوونکو پر زده کړه ښه اغېز لري.

ده وويل: ((د پوهنې له وزارته غوښتنه کوو چې منظور شوي ښوونځي راته جوړ کړي.))

د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک اژانس ته وويل چې په پکتيکا ولايت کې د منظور شوو ښوونځيو لپاره بوديجه ځانګړې شوې او کار پرې پيلوي.

هغه وويل چې د دغه ولايت لپاره د نوو منظور شوو ښوونځيو له ډلې په ځينو يې کار روان دى او پر پاتې نورو به يې د پلان له مخې کارونه پيل شي.

د چارواکو په وينا، پکتيکا ولايت ۳٢٨ ښوونځي لري چې ۲۰۱ لومړني، ۵۸ منځني او ۵۹ لېسې دي خو يو شمېر ښوونځي يې ودانۍ نه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.