دويم تعقيب ، میدان ښار ( پژواک ۲٨ وږی۹۳) : د کابل ـ غزني پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګو ولايت چارواکي وایي ، چې د کابل ـ عزني پر لویه لاره د میدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د کرولا او ۳۰۳ ډوله موټرو د ټکر له امله ۱۷ تنه مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي .
د میدان وردګو د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د وږي په ۲٨ پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دغه پېښه تېر ماښام نږدې ۶ بجې د نرخ ولسوالۍ اړوند د بادام په سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه ، چې ۳۰۳ ډوله موټر له غزني څخه کابل او کرولا ډوله موټر له کابل څخه غزني ته پر لاره وو،چې په یاده سیمه کې يې سره ټکر وکړ.
خوږیاڼی وایي ، چې د دغې پېښې له امله په کرولا ډوله موټر کې ناست شپږ تنه،چې دوه یې مېرمنې وې،ټولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې،له ۳۰۳ ډوله موټر څخه هم ۱۱ تنه سپرلیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپيان دي .
د والي ویاند وایي ، د پېښې ټپیان،چې زياتره یې کابل ته لېږدول شوي ،د ۲۰ تنو روغتیایي حالت هم د اندېښنې وړ ښودل شوى .
د نوموړی په وینا، یاده پېښه،چې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې،له پېښې وروسته د ۳۰۳ ډوله موټرچلوونکی هم په تېښته بریالی شوی دی.
دوه ورځې مخکې هم د کابل ـ غزني پر لویه لاره د نرخ ولسوالۍ اړوند د دوو ټیلر موټرو د ټکر له امله د دواړو موټرو چلوونکي وژل شوي وو.
Visits: 16
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن