ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان والي : ګيزاب له سقوط سره مخ دى

د اروزګان والي : ګيزاب له سقوط سره مخ دى

author avatar
18 Sep 2014 - 16:09
د اروزګان والي : ګيزاب له سقوط سره مخ دى
author avatar
18 Sep 2014 - 16:09

ترينکوټ ( پژواک، ٢٧ وږى ٩٣ ) : د اروزګان والي وايي چې که مرکزي دولت بېړنۍ پاملرنه ونه کړي، نو لرې نه ده، چې د ګيزاب ولسوالۍ سقوط وکړي.

والي امان الله تيموري دا څرګندونې د ګيزاب ولسوالۍ دامنيت د څېړلو په موخه له کابل څخه د راغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال کړې دي.

د ولسمشر له حکم سره سم د بغلان د پخواني والي او سلاکار وزير منشي عبدالمجيد په مشرۍ يو دولتي پلاوى د ګيزاب د امنيتي حالت د څېړلو په موخه ترينکو‌ټ ته راغلى دى.

د اروزګان والي ياد پلاوي ته وويل چې د ګيزاب ولسوالۍ امنيت ډېر خراب شوى او هلته سلګونه  بهرني او کورني وسله وال د جګړې په موخه راغلي دي.

تيموري زياته کړه، چې اوس مهال په يادې ولسوالۍ کې د ټولو دولتي ادارو کارونه په ټپه ولاړ دي او هلته د جګړې ډګر ورځ په ورځ د ولسوالۍ تر ودانۍ پورې رارسيږي .

هغه وويل، چې که مرکزي ادارې ژر تر ژره اقدامات ونه کړل، نو لرې نه ده چې دغه ولسوالي سقوط وکړي.

دده په خبره، چې د ګيزاب په سقوط سره به نه يواځې ددې ولايت چارچينو، او خاص اروزګان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ شي، بلکې ددې سيمې نا امنۍ د دايکنډي او باميان ولايتونو  امنيت هم له ګواښ سره مخ کړى.

د اروزګان والي وايي چې د ګيزاب ولسوالۍ او ترينکو‌ټ ترمنځ لويه لاره له تېرو څو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو له لوري تړل شوې ده .

د هغه په وينا، څو ځلې يې له کورنيو او دفاع وزارتونو غوښتي، چې د يادې لارې د خلاصون په موخه چاڼيز عمليات ترسره کړي، خو تر اوسه دغه کار نه دى شوى.

تيموري وايي چې په ياده ولسوالۍ کې د يو شمېر مسوول او غير مسوولو وسله والو ترمنځ نښتو هم طالبانو ته د فعاليت زمينه مساعده کړې ده.

له کابل څخه د راغلي پلاوي مشر منشي عبدالمجيد وويل چې ورسره ديو شمېر نورو ارګانونو استازي هم راغلي، څو د ګيزاب وضعيت وڅېړي.

هغه زياته کړه، چې ګيزاب ولسوالۍ ته تګ له امکان څخه لرې ده او د ولايت په مرکز کې به د يادې ولسوالۍ له استازو سره وګوري .‌

د نوموړي په وينا،ددې ولسوالۍ ټولې ستونزې به ولسمشر او بيا اړوندو مسوولينو ته ورسوي، څو په اړه يې جدي اقدمات وکړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.