ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سرو زرو او تېلو بيې لوېدلې دي

د سرو زرو او تېلو بيې لوېدلې دي

author avatar
18 Sep 2014 - 13:38
د سرو زرو او تېلو بيې لوېدلې دي
author avatar
18 Sep 2014 - 13:38

کابل(پژواک،٢٧ وږى ٩٣): په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د تېلو او سرو زرو بيې غورځېدلې دي.

د کابل ښار د وزير اباد دتېلو ټانک د مسوول عبدالبصير په خبره، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله  د يوه لېتر ډيزلو بيه ٦٠ افغانيو څخه ٥٨ او د يوه لېتر پټرولو بيه له ٦٥ افغانيو څخه ٦٣ ته رالوېدلې ده.

 هغه وايي، چې د تېلو بيه د وارداتو د ډېرېښت له امله را لوېدلې ده.

خو د اوبلن ګاز بيه کې د تېرې اونۍ په پرتله څه بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار د تايمني پنځم سړک کې د اوبلن ګاز پلورونکي محمدشريف وويل، چې نن يو کيلو اوبلن ګاز  د تېرې اونۍ په څېر په ٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

 د لومړنيو توکو بيو هم څه بدلون نه دى کړى.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رييس فضل الرحمن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ورځ د تېرې پنجشنبې په ورځ د پنځوس کيلو پاکستانيو اوړو عمده بيه ١٢٨٠افغانۍ، ٥٠ کيلو پاکستانۍ بورې بيه ١٧٠٠افغانۍ او د ٢٤ کيلو اول سيله پاکستانۍ وريجې بيه ١٨٠٠ افغانۍ ده.

د هغه په خبره، نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځه لېتر مومن غوړيو عمده بيه ٣٦٠ افغانۍ، يوه کيلو تور افريقايى چاى بيه ٢٠١ افغانۍ او د يوه کيلو ويتنامي شنه چاى بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر پرچون خوراکي توکو لومړيو بيو هم د هغو له عمده پلور بيو سره په ځينو  مواردو کې زيات او په ځينو کې کم توپير کړى دى.

 د کابل ښار د دهن باغ يوه  پرچون پلورونکي هټيوال خانعلي وويل، چې نن پنځوس کيلو بوره په ٢٠٠٠ افغانۍ، ٥٠ کيلو پاکستاني اوړه په ١٤٥٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو اول سيله پاکستانۍ وريجې په ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى په ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايى چاى په ٢٨٠ افغانۍ پلورل کېږي.

 خو په دې اونۍ کې د سرو زرو بيه غورځېدلې ده.

د کابل په تيمورشاهي واټ کې د حاجي مالک صالح زاده زرګرۍ مالک محمد فواد وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢١٠٠ څخه ٢٠٥٠افغانيو او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٧٠٠ افغانيو څخه ١٦٥٠ افغانيو ته را لوېدلې ده.

د هغه په خبره، په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو بيې د زرو  د  پېر او پلور کمېدو ته په پام سره لوېدلې دي.

 د کابل شهزاده سراى د صراف احمدشاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٥٧،٣٠  افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٦١ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د پېرلو ارزښت ٥٧،٥٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو بيه ٥٦٥ افغانۍ و.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.