غزني(پژواک ۲٧ وږى ۹۳): د غزني په وروستۍ پېښـه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د عامه کتابتون زرګونه تاريخي کتابونه او د موزيم مهم اثار له منځه تللي دي.
د وږي په ١٣مه د غزني د ملي امنيت پر رياست موټر بم چاودنه او ډله ييز بريد وشو، چې تر دوه سوو د زياتو کسانو پر مرګ ژوبلې سربېره په کې ډېرې دولتي ودانۍ او مارکېټونه ويجاړ شول.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست راز محمد تلاش پژواک ته وويل ، چې په ياده پېښه کې يې د رياست د ودانۍ تر څنګ عامه کتابتون او موزيم زيانمن شوي دي.
تلاش وايي، چې په عامه کتابتون کې يې تر١٢زره تاريخي کتابونه وو، چې د زرګونو په شمېر يې سوځېدلي او پاتې نور يې يوه خوندي ځاى ته انتقال شوي دي.
تلاش زيات کړه چې د موزيم ٣٠ قلمه تاريخي اثار له منځه تللي؛ خو په دې تړاو يې ډېر څه ونه ويل.
دى وايي:((په کتابتون کې يوشمېر قران شريفونه وو چې په لاس ليکل شوي وو.ځينو کتابونو درې زرکلن تاريخ درلود؛ دغسې نور ډېر تاريخي کتابونه وو چې په چاودنه کې له منځه لاړل.))
د غزني والي موسى خان اکبرزاده پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ډېر تاريخي اثار په بشپړه توګه له منځه تللي او پاتې نور يې خوندي شوي دي.
والي وويل:(( ډېر بده پېښه وه چې د هېواد او دين د دښمنانو له لوري ترسره شوې، په دې پېښه کې د غزني ډېر مهم اثار او پخواني تاريخي کتابونه له منځه تللي.))
په غزني ولايت کې فرهنګيان او يو شمېر محصلين خواشني ښيي، چې د امنيتي پېښو پر مهال د هېواد تاريخي اثار ته زيانونه اوړي.
د غزني د خبريالانو ټولني مسوول او خبريال اسدالله جلالزي پژواک ته وويل ، چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست عامه کتابتون د هېواد له لرغونو کتابتونو څخه ګڼله کېده.
هغه وويل ، دا کتابتون د غزني په وروستۍ پېښه کې په بشپړه توګه ويجاړ شوى او مهم تاريخي کتابونه او اثار يې له منځه تللي دي.
ده وويل:(( کلونه به وغواړي چې موږ بل داسې تاريخي کتابتون جوړه کړو، مهم علمي او تاريخي خطي نسخې په کې وې.))
اسدالله جلالزي وايي، په دې کتابتون کې دتاريخي کتابونو ترڅنګ د ګڼو پخوانيو ورځپاڼو کلکسينونه وو چې اوس له منځه تللي.
د غزني پوهنتون د پښتوادبياتو محصل محمداجمل بلهار وايي چې وخت ناوخته به دې کتابتون ته ورتللو او د خوښې وړ کتابونه به يې په کې لوستل.
ده پژواک ته وويل: ((له دې کتابتونه مې ډېر معلومات ترلاسه کول . نور محصلين به هم ورته راتلل؛ خو نه پوهېږم چې تر دې وروسته به د مطالعې لپاره کتابونه له کومه کړو؟))
د غزني په وروستۍ پېښه کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او ملي راډيو تلوېزيون پر ودانيو سربېره د پنځوسو په شمېر د دولتي ادارو ودانۍ ويجاړې شوې دي.
چارواکو ويلي و، چې يه ياده پېښه کې د ځاني زيانونو تر څنګ د ٨١ ميليونه افغانيو په ارزښت زيانونه اوښتي دي.
وسله والو طالبانو د غزني د پېښې مسووليت منلى او ويلي يې و، چې تر٥٠ پورې امنيتي سرتېرو ته يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن