ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار امنيت ملي پر رياست بريد کې دلاس لرلو په تور دوه تنه نيول شوي

د ننګرهار امنيت ملي پر رياست بريد کې دلاس لرلو په تور دوه تنه نيول شوي

author avatar
18 Sep 2014 - 14:23
د ننګرهار امنيت ملي پر رياست بريد کې دلاس لرلو په تور دوه تنه نيول شوي
author avatar
18 Sep 2014 - 14:23

کابل ( پژواک، ٢٧ وږى ٩٣ ) : د ملي امنيت لوى رياست وايي چې د ننګرهار د ملي امنيت پر رياست د شوي ځانمرګي بريد دوه پلان جوړونکي او يو ځانمرګى بريدګر يې نيولي دي.

شاوخوا درې اونۍ مخکې ( د وږي په ٨مه، ) په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت پر رياست ډله ييز بريد شوى و، چې په ترڅ کې يې د پنځو بريدګرو په ګډون ١١ تنه ووژل شول او ٥٩ نور ژوبل شوي وو، چې ډېرى ټپيان ملکي وګړي وو.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست له خوا دوږ ي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې په ياد بريد کې دلاس لرلو او پلان جوړولو په تور يې دوه تنه له يوه ځانمرګي بريدګر سره نيولي دي.

سرچينې زياته کړې چې د ملي امنيت منسوبينو د يو لړ ځانګړو عملياتو په ترڅ کې  د تراب ، شېرولي او ګلبدين په نومو درې کسان نيولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې تراب د يادې پېښې  فلمبرداري کوله، شېرولي په خپل کور کې ځانمرګي  ساتلي وو او ګلبدين پر ياد رياست د بل بريد پلان درلود.

سرچينې ويلي، چې نيول شويو کسانو د پلټنو پر مهال په خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.