ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي ټولنه: د پاکستان سفارت دې وتړل شي

ولسي ټولنه: د پاکستان سفارت دې وتړل شي

author avatar
18 Sep 2014 - 16:55
ولسي ټولنه: د پاکستان سفارت دې وتړل شي
author avatar
18 Sep 2014 - 16:55

کابل (پژواک ٢٧ وږى ٩٣): “ولسي ټولنې” کابل کې د يوه لاريون پر مهال د ډيورنډ کرښې د دې لوري پر سيمو د پاکستان د راکټي بريدونو د بندولو غوښتنه کړې او ګواښ يې کړى، چې د دغو بريدونو د نه بندېدو پر مهال بايد په افغانستان کې د ياد هېواد سفارت او کونسلګرۍ وتړل شي.

د روان کال له پيل څخه تر اوسه پورې، کونړ ولايت باندې د پاکستان د راکټي بريدونو په پايله کې، ١٠ ملکيان وژل شوي ، شاوخوا ٧٠ نور ټپيان دي ، پر دې سربېره لسګونه کورونه ويجاړ او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

 دغه راکټي بريدونه تر اوسه پورې په وقفه يي ډول دوام لري، چې د کونړ اوسېدونکو ته يې د کرنې او ښوونې او روزنې په برخو کې هم ډېر زيان اړولى دى.

 لاريون کوونکي، چې شمېر يې له دوه سوه کسانو څخه ډېر و، نن له غرمې وړاندې د بره کي له څلور لارې څخه د پاکستان تر سفارت پورې پلى تګ وکړ او د دغو بريدونو د بندېدو غوښتنه يې کوله.

 د ولسي ټولنې مرستيال عبدالاحد سهرابي، پژواک خبري اژانس ته وويل، که چېرې د پاکستان راکټي بريدونه ونه درول شي ، نو ټول افغانان په ځانګړي ډول کونړيان دې ته چمتو دي، چې له خپل ځان او خاورې دفاع وکړي.

هغه زياته کړه: ” نور موږ افغانانو ته د پاکستان راکټي بريدونه د منلو نه دي او بايد ناټو او ايساف د هغو ژمنو له مخې، چې له افغانستان سره يې کړي، زموږ له سرحدونو ساتنه وکړي.”

 يوه لاريون کوونکي نورالرحمن ساپي وويل، که چېرې دغه راکټي بريدونه دوام ومومي، نو د هېواد په بېلابېلو سيمو کې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

 هغه زياته کړه: “که چېرې دغه راکټي بريدونه ونه درول شي نو بايد په افغانستان کې د پاکستان کونسلګرۍ او سفارت وتړل شي.”

 د ولسي ټولنې مشر انجنير ګل اغا حسني وويل: ” که څه هم چې ولسمشر د ورته عمل د تر سره کولو اجازه هم کړې، د پاکستان د بريدونو پر وړاندې ورته عمل نه تر سره کېږي.”

 هغه زياته کړه، چې افغانان د چا په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له خپلو ګاونډيو هم غواړي، چې د افغانانو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، له هغه پرته به افغان ولس د پاکستان پر وړاندې وسلې پورته کولو ته اړ شي.

 حسني د دې خبرې په څرګندولو سره چې د کونړ اوسېدونکي د پنجابيانو د موخو قرباني کېږي او افغان او د ايساف چارواکو په دې اړه چوپتيا اختيار کړې، ګواښ يې  وکړ چې پاکستان بايد په افغانستان کې له خپلې لاسوهنې لاس واخلي، ګنې نو   د افغانستان په چارو کې لاسوهنه به د پاکستان د تجزيې سبب شي.

 دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې پنجابي طالبانو په پاکستان کې خپلې وسله والې مبارزې ته د پاى ټکى اېښى او برعکس ويلي يې دي، چې په افغانستان کې جهاد فرض دى او دوى به په افغانستان کې خپل جهاد ته دوام ورکړي.

 همدارنګه ولسمشرۍ ماڼۍ ويلي، چې پاکستان د پنجابي طالبانو په جامه کې خپل سرتېري، افغانستان ته د ترهګريزو کړنو د تر سره کولو په موخه رالېږي.

 لاريون کوونکو، له ملګرو ملتونو، امريکا او د ناټو له غړو  هېوادونو وغوښتل، چې د پاکستان د راکټي بريدونو په درولو کې ګام پورته کړي او همدارنګه يې د ولسي ټولنې د پرېکړه ليک يوه کاپي د پاکستان سفارت ته وسپارله.

 په پرېکړه ليک کې ويل شوي، چې د ډيورنډ کرښې پر دېخوا بايد ژر تر ژره د پاکستان د راکټي بريدونو لړۍ پاى ته ورسيږي او که چېرې د پاکستان او افغانستان په اړيکو کې ستونزې او ګواښونه شتون لري ، نو دغه ټولې ستونزې بايد د سياسي خبرو اترو او ډيپلوماټيکو لارو چارو له لوري هوارې شي.

 په پرېکړه ليک کې راغلي، چې که  پاکستان د ډيورنډ کرښې هغه خوا قومونو تر منځ د بې اتفاقۍ او بې نظمۍ په هڅه کې وي نو بايد په دې پوه شي، چې د کرښې دواړو لوريو ته پراته قومونه سره وروڼه دي او د دوى تر منځ بې اتفاقي او جدايي يواځې يو خيال او مهال دى.

 يادې ټولنې غوښتي، چې د پاکستان د امنيتي ځواکونو پوستې او سرحدي قطعې له صفري نقطې او سيمې بايد پر شا شي.

 د ويلو ده، چې پرون د کورنيو چارو وزير محمد عمر داوودزي د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وويل، چې امنيتي چارواکي د خپلې ځمکنې بشپړتيا او له خپلې خاورې څخه د دفاع وړتيا لري.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.