غزني( پژواک ٢٧ وږى ٩٣) : په غزني ولايت کې د خپلمنځي شخړې پر مهال د ولايتي شورا د وکيلې خاوند او د يوه کليوال سړي کوچنۍ لور وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د غزني ښار د”شهاده”په سيمه کې د ولايتي شورا د وکيلې مرضيه رحيمي او يوه ګاونډي د کورنيو تر منځ شخړه شوې.
ننګ وايي:(( لومړى د وکيلې زامنو او ګاونډيو جنګ کړى؛وروسته د وکيلې مېړه محمدشريف د ګاونډي کور ته ورغلى او د هغه مېرمنه يې وهلې .د مېرمنې مېړه موسى په دې غبرګون د وکيلې مېړه پر چرييز ټوپک ويشتلى دى.))
د والي وياند وايي چې د يادې وکيلې خاوند په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې او تر هغه وروسته يې د کورنۍ يوه غړي د ګاونډي کوچنۍ لور پر ډزو سره وژلې ده.
ننګ زياته کړه چې د پېښې په تړاو د پوليسو څېړنې پيل شوې دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې د وکيلې خاوند له زامنو سره يې د يوه ګاونډي د جنګ په غبرګون د هغه کور ته ورغلى او کوچنۍ لور يې ورته پر ډزو سره وژلې ده.
هغه وايي ، تر دې وروسته بيا د دې نجلۍ پلار د ولايتي شورا د وکيلې پر خاوند د چرييز ټوپک ډز کړى او ټپي کړى يې دى ، چې وروسته يې ساه ورکړې.
د غزني د ولايتي روغتون نوکريوال ډاکټر نورالله پژواک ته وويل له دې پېښې ورته د يوې ماشومې مړى او د ولايتي شورا د وکيلې مرضيه رحيمي خاوند په ټپي حالت کې ور وړل شوي وو.
هغه وويل، چې ټپي د درمنلې پر مهال د سختو ټپو له امله ساه ورکړه. د دې پېښې دواړو قرباني کورنيو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن