ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په سنګين کې  نوي طرحه شوي عمليات پلي کيږي

په سنګين کې نوي طرحه شوي عمليات پلي کيږي

author avatar
18 Sep 2014 - 14:54
په سنګين کې  نوي طرحه شوي عمليات پلي کيږي
author avatar
18 Sep 2014 - 14:54

لښکرګاه(پژواک  ۲۷ وږى ۹۳): د هلمند ولايت چارواکي وايي چې د سنګين جګړې د مهار کولو لپاره د امنيتي ادارو نوى طرحه کړى عملياتي پلان، پلى کوي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د وږي په ٢٧مه په خبري کنفرانس کې وويل چې دا عملياتي پلان د ملي امنيت رياست، کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو له لوري طرحه شوى دى.

ځواک وويل ،ولايتي ادارې هم د دغه پلان په جوړولو کې مرسته کړې، چې پر پلي کېدو به يې د سنګين جګړه مهار او وسله وال طالبان به له يادې ولسوالۍ ووېستل شي.

د نوموړي په وينا، په دې کار کې د قومي مشرانو او دسيمي د اوسېدونکو مرسته هم شتون لري او دغه  عمليات به  ځانګړي وي، چې پرمهال به يې لوړ پوړي چارواکي هم برخه  اخلي.

د والي وياند وويل:(( د دې پلان د پلي کېدولپاره ځانګړې پوځي غونډه شوې.د دې عملياتو پرمهال به له  تازه دمي سرتېرو سره، ښه  مهمات او جنګي وسايل وي.))

ځواک زياته کړه، په سنګين ولسوالۍ کې د جګړې د دوام لامل د وسله والو په ليکو کې د بهرنيو طالبانو شتون وو.

د ده په خبره، چې په تېرو درې مياشتو جګړو کې ټول مقاومت افغان ځواکونو وکړ، بهرنيو ځواکونو هيڅ مرسته نه ده کړې او نه هم ترې غوښتنه شوې ده.

نوموړي وويل ، اوس د شمالي ولسواليو له ډلې يواځې په سنګين کې جګړې  شته ،چې د دوام يو لامل يې د ملکي کسانو شتون او ماينونه دي.

ده وويل ، د سنګين په يو شمېر سيمو جګړه روانه ده، تازه سرتېري د عملياتو لپاره ورغلي؛ خو نوي پيلېدونکي عمليات به بې ساري وي، چې ډېره اغېزه به ولري.

هغه د دې عملياتو د پيل  څرنګوالى افشا نه کړ.

 د سنګين ولسوالۍ قومي مشر محمد شاه سنګينوال پژواک ته وويل چې لا هم د سنګين ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې جګړه روانه ده.

ده وويل:((د جنګ ډېره برخه د بوستانزو پر سيمه متمرکزه ده؛د سيمې ډېر خلک د جګړو له سيمو کډه شوي  . تراوسه د ملکي تلفاتو په تړاو معلومات نشته.))

ده وويل، چې حکومت په ياده سيمه کې د عملياتو په نوم پر خلکو اوبه بنده کړي ؛ خو دا کار به د دې لامل شي چې د خلکو  باغونه او فصلونه وچ شي.

د ده په وينا ، چې د دوی د معلوماتو له مخې د روانو جګړو په ترڅ کې دواړو غاړو ته درانه تلفات اوښتي؛ خو کره شمېره يې نه ده معلومه.

دغه راز د سنګين ولسوال سليمان شاه پژواک ته وويل چې رښتيا هم په بوستانزو سيمه کې جګړه ډېره ده ؛خو د تلفاتو په تړاو يې جزييات نشته.

د يادولوده،په هلمندکې وروستۍ پراخې جګړې پوره درې مياشتي مخکې پيل، چې د چارواکو په وينا، تر دوه زره ډېرو کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.