کابل ( پژواک، ۲۸ وږی ۹۳ ) : د پخواني ولسمشر استاد برهان الدین د تلین د لمانځلو په موخه د شنبې په ورځ په کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري د وږي په ۲۸مه، پخپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي چې دا پریکړه د استاد رباني د تلين د لمانځلو د کمیسیون لخوا نن شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې دا رخصتي یواځې په کابل کې او په ولایتونو کې به رسمیات وي.
د پوهنې وزارت ویاند کبیر حقمل هم ویلي دي چې په کابل کې ټول ښوونځي او پوهنتونونه به رخصت وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن