کابل (پژواک ٢٨وږى ٩٣) : د ولسمشرۍ کانديدانو د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو په خبرو کې له مهمو پرمختګونو څخه خبر ورکړ .
دغه څرګندونې د ولسمشر ماڼۍ له مطبوعاتي دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې شوې دي.
ددغې خبرپاڼې د معلوماتو په اساس ، د ولسمشرۍ کانديدانو ډاکتر اشرف غني احمدزي او ډاکتر عبدالله عبدالله سره د جهادي رهبرانو او د دولت د درې ګونو قواوو د مشرانو غونډه، د ولسمشرکرزي او د ده مرستيالانو په حضورکې نن له غرمې مخکې د دلګشا په ماڼۍ کې جوړه شوه.
د سرچينې په وينا، په دغه غونډه کې چې حضرت صبغت الله مجددي، پير سيد احمد ګيلاني، استاد عبدالرب رسول سياف، د جمهوري رياست مرستيالانو، قاضي القضات، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رييسانو، پوهاند نعمت الله شهراني، مولوي قيام الدين کشاف، حاجي دين محمد، محمد اسماعيل خان او پوهاند ګلرحمن قاضي حضور درلود، يادو کانديدانو د ټاکنو د پروسې د پای ته رسېدو او د ملي وحدت حکومت د رامنځته کېدو لپاره د دوی په خبرو کې د مهمو پرمختګونو په باب د غونډې برخه والو ته خبر ورکړ .
د غونډې برخه والو په يادو مواردوکې د مهمو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده او د ولسمشرۍ له کانديدانو يې وغوښتل چې ډير ژر نهايي نتيجې ته و رسيږي او له موضوع څخه د افغانستان خلک خبر کړي
ولسمشر کرزي له يادو پرمختګونو څخه خوښي څرګنده او هيله يې وکړه ، چې زموږ د هېواد د مشرانو په حضورکې د دغو موافقو متن ډير ژر تسجيل شي.
د دغې غونډې په پای کې د تحليف د مراسمو د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشوې .
د يادونې ده ، چې تېره ورځ په ارګ کې د جهادي مشرانو او د دولت د درې ګونو قواوو مشرانو په ناسته کې پرېکړه شوې وه، چې دوى ټول به نن ( جمعه ) د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو سره د يوې فوري او چټکۍ پايلې ته د رسېدو لپاره ګوري.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن