اسعداباد (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): وسله والو په کونړ ولايت کې دوه زده کوونکي د جاسوسۍ په تور وژلي دي.
د کونړ د امنيې قوماندانۍ مرستيال سمونوال عبدالقادر اميد د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو ياد زده کوونکي پنځه ورځې مخکې له ناړۍ ولسوالۍ څخه تښتولي وو.
هغه زياته کړه چې ياد دوه تنه د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو او پر دې تور يې نيولي وو چې ګواکې اېتلافي ځواکونو ته جاسوسي کوي.
اميد وويل چې وسله والو مخالفينو ياد زده کوونکي تېره شپه د ناړۍ ولسوالۍ په يوه غرنيزه سيمه کې وژلي دي.
د کونړ د پوهنې رياست مرستيال عبدالقهار اخوندزاده د پېښې د پخلي تر څنګ پژواک ته وويل چې دا زده کوونکي د ناړۍ ولسوالۍ د ساو د لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي وو.
دى وايي چې د يوه زده کوونکي مړى يې نن کورنۍ ته سپارل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن