ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د استاد رباني پر مزار د ګلونو اېښودو مراسم ترسره شول

د استاد رباني پر مزار د ګلونو اېښودو مراسم ترسره شول

author avatar
20 Sep 2014 - 09:09
د استاد رباني پر مزار د ګلونو اېښودو مراسم ترسره شول
author avatar
20 Sep 2014 - 09:09

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): د پخواني ولسمشر او سولې عالي شورا رييس استاد برهان الدين رباني د وژنې کاليزه د کابل په وزير اکبرخان غونډۍ کې د هغه پر مزار د ګلونو کېډۍ په اېښودو سره ونمانځل شوه.

د جمعيت اسلامي افغانستان ګوند رهبر استاد رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٩مه ماښام مهال د يوه ځانمرګي له خوا چې ځان يې د طالبانو د سولې قاصد معرفي کړى و، د کابل ښار په وزيراکبرخان کې په خپل کور کې ووژل شو او د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په وزير اکبرخان غونډۍ خاورو ته وسپارل شو.

له دې پېښې وروسته ملي امنيت او د کورنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې ځانمرګى بريد کوونکى پاکستانى وګړى و او پلان يې د پاکستان په کوېټه ښار کې طرح شوى و.

د استاد رباني پر قبر د ګلونو اېښودو مراسم نن سهار د سولې عالي شورا د رييس او د استاد رباني د زوى صلاح الدين رباني، د ولسمشر د لومړي مرستيال محمديونس قانوني او د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي په ګډون ترسره شول.

په مراسمو کې يو شمېر جګپوړو حکومتي چارواکو، د ملي او سولي عالي شوراګانو غړو، د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله او د هغه مرستيالانو هم ګډون کړى و.

مراسم له تشريفاتي ګارډ سره مل و او ګډونوالو د استاد رباني د وژل کېدو د کاليزې په مناسبت هغه ته خپل درناوى وړاندې کړ.

دغه ورځ په مرکز او ولايتونو کې هم په رسمي مراسمو کې نمانځل کېږي او سږ کال په همدې مناسبت په کابل ښار کې دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.