جلال اباد (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): په ننګرهار ولايت کې د يوه سربند او کانال جوړولو په موخه له يوې جاپانۍ کمپنۍ سره د څه باندې درې ميليونه ډالرو مرستې هوکړه ليک لاسليک شو.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغه هوکړه ليک نن د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين او په ختيځ کې د جاپان د سولې او روغتيايي خدمتونو ادارې يا PMS مسوول ډاکټر ټېسټو ناکامورا تر منځ لاسليک وکړ.
هغه زياته کړه چې د دغه هوکړه ليک له مخې به د جايکا د څه باندې ۳ ميليونه (۳.۳۷) امريکايي ډالرو په مرسته د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ د ميرانو کلي يو سربند او پنځه سوه متره کانال جوړ شي.
دى وايي چې د پروژې د پلې کېدو چارې د جاپان د سولې او روغتيايي خدمتونو ادارې يا PMS له خوا پر مخ وړل کېږي او د دوو کلونو په موده کې به بشپړه شي.
د ننګرهار والي وويل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سيمې ۴۰۰۰ کورنيو ته د (۱۱۰۰) هکتاره کرنيزې ځمکې خړوبولو او سېلاب څخه د خونديتوب اسانتياوې برابرې شي.
نوموړي د هوکړه ليک لاسليکولو پر وخت د جاپان له تېرو مرستو هم مننه وکړه چې د څو کلونو په موده کې يې د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې د روغتيا، کرنې، پوهنې او کليو پراختيا په برخو کې ترسره کړي دي.
د ننګرهار والي د يادې جاپانۍ ادارې مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د پروژې په پلي کېدو کې کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي او ورڅخه يې وغوښتل چې په راتلونکو پروګرامونو کې د کوز کونړ ولسوالۍ د شګې سربند جوړول هم شامل کړي.
د جاپان د سولې او روغتيايي خدمتونو يا PMS مسوول د ننګرهار له والي مننه وکړه چې په لارښوونه يې د دوی د پروژو عملي کولو لپاره ټول امکانات په واک کې ورکړل شوي او ډاډ يې ورکړ چې پاتې پروژې به هم په ښه کيفيت سره پلې کړي.
د بهسودو ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک ولايت خان وايي چې د ميرانو کلى د کابل سيند پر غاړه پروت دى او ډېرى مهال د سېلابونو د راتګ پر مهال يې د خلکو کورونو وړل.
هغه په دې سيمه کې د سربند او کانال پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې سره به تر اوو زرو جريبه ځمکه خړوبه شي.
د يادونې ده، د جاپان هېواد په مرسته له دې وړاندې هم په دغه ولايت کې د مرواريد کانال، د کامې سربند، قاسم اباد سربند، د کاشکوټونو لوی کانال او په ځينو ولسواليو کې مدرسو او ګڼو ښوونځيو ته ودانۍ، د کليو سړکونه، استنادي دېوالونه او د پاکو اوبو څاګانې جوړ شوي دي .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن