ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رباني: د خلکو پاکو رايو ته نه پاملرنه ناوړه پايلې درلودى شي

رباني: د خلکو پاکو رايو ته نه پاملرنه ناوړه پايلې درلودى شي

author avatar
20 Sep 2014 - 17:18
رباني: د خلکو پاکو رايو ته نه پاملرنه ناوړه پايلې درلودى شي
author avatar
20 Sep 2014 - 17:18

کابل-بدخشان (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): “د حکومت له پيل راهيسې که چېرې په تېرو ١٣ کلونو کې د زنځيري وژنو توطيو ته د يوه سخت تهديد په سترګه کتل شوي واى نو خلک به اوس د خپلو شخصيتونو له لاسه د ورکولو شاهدان نه وو.”

دغه مطلب نن د سولې عالي شورا مشر او د برهان الدين رباني زوى صلاح الدين رباني د لويې جرګې په خېمه کې د خپل پلار د وژل کېدو د درېيم تلين په غونډه کې څرګند کړ.

نوموړي په دې غونډه کې چې سلګونو دولتي چارواکو، جهادي مشرانو او سپين ږيرو په کې ګډون درلود زياته کړه، چې دوى په تېرو څو کلونو کې د جهادي مخورو شخصيتونو له وژل کېدو څو ځلې ويلي چې که چېرې د زنځيري وژنو قضيې ونه څېړل شي او عاملان يې ونه پېژندل شي نو دښمن به خپلو توطيو او د خلکو وژنو ته دوام ورکړي او د هرې ورځې په تېرېدو به مخور له لاسه ورکوو.

د سولې عالي شورا مشر وويل، له بده مرغه دغو ټکو ته پام ونه شو او داسې ښکارېده چې د زنځيري وژنو د قضيو د څېړنې لپاره ټينګې ارادې شتون نه درلود. په هر سبب که و، خو پايله دا ده چې په دې برخه کې کوم کار نه دى شوى او د دښمن د وژنو او ترور ماشين لا هم د خلکو ژوند اخلي.

رباني د دې يادونې تر څنګ چې مجاهدينو ته د جګړه مار او ټوپک مار نوم ورکول کېږي او د نورو د ګناهونو مسووليت پر دوى واچول شو، زياته کړه چې بې پروايي او د حوصلې نه شتون د دې لامل شو چې يوه کمزوري حکومت بنسټ کېښودل شي او حکومت دا وړتيا خپله نه کړه چې د نړيوالې ټولنې له مرستو او شته فرصتونو ګټه پورته کړي.

د استاد رباني زوى د ټاکنو لړۍ په اړه وويل چې د خلکو پاکو رايو ته نه پاملرنه او بې پروايي، ناوړه پايلې لرلى شي او خلک بيا خپل مسووليت ښه پېژني چې له خپلو رايو څنګه دفاع وکړي.

د سولې عالي شورا مشر ګواښ وکړ چې که چېرې يو کمزورى مشروعيت لرونکى حکومت رامنځته شي نو خلک به هم ورباندې باور ونه کړي او يو بې کاره حکومت به وي.

د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي په دغو مراسمو کې وويل: “که چېرې د تاريخ پاڼه واوړي د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د جګړې برياليتوب ته به مو پام شي چې د دوه ميليونه شهيدانو په ورکولو سره مو دغه قهرمان ملت ته د سرلوړى مقام وربښلى دى.”

هغه زياته کړه چې استاد رباني د شوروي پر وړاندې د جهاد او مقاومت د مشرانو له ډلې و او په تاريخ کې يې ښې کارنامې پرېيښې دي.

د استاد رباني د وژل کېدو تلين په بدخشان ولايت کې هم ولمانځل شو.

په هغې ناسته کې چې د سيمه ييزو چارواکو، جهادي قوماندانانو، محصلينو، ښځو او انجونو په ګډون، د بدخشان ولايت په تالار کې تر سره شوه، د استاد رباني مبارزې د جهاد او مقاومت د يوه مشر په توګه وستايل شوې.

د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار، د کابل له پوهنتون څخه د استاد ربانې د مبارزو له پيل څخه د اسلامي جمعيت د تنظيم او ځوانانو د نهضت تر جوړېدو پورې او د کمونيزم پر وړاندې د جهاد په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

بدخشان کې د جمعيت اسلامي منشي عبدالمنان هاشمي، د افغانستان د اسلامي جمعيت د مشر صلاح الدين رباني پيغام ګډونوالو ته وړاند کړ، چې په هغه کې د استاد رباني وژنه د پرديو استخباراتو له لوري يوه دسيسه بلل شوې ده.

د غونډې په وروستيو کې، د مقام ولايت تالار چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري رغول شوى، د استاد رباني په نوم ونومول شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.