ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپل کې دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

سرپل کې دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
20 Sep 2014 - 14:11
سرپل کې دولتي سرتېرو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
20 Sep 2014 - 14:11

سرپل (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): په سرپل کې د ځينو نښتو له امله ١٥ وسله والو او دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال نورحبيب ګلبهاري د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يادې نښتې د سرپل-جوزجان پر لويه لاره د صياد ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې دي.

هغه زياته کړه چې پرون د صياد ولسوالۍ د اهوي په کلي کې د وسله والو طالبانو او ملي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې له امله يې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه نور ټپيان شول.

ګلبهاري وايي چې په دې نښته کې يو سيمه ييز پوليس وژل شوى، درې پوليس او دوه د اردو سرتېري ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې د دغه ولايت امنيت خراب شوى او زياتوي چې له ګاونډيو ولايتونو او غرنيزو سيمو وسله وال دغه ولايت ته راغلي دي.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.