ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سياف: جهاد د افغانستان عزت دى

سياف: جهاد د افغانستان عزت دى

author avatar
20 Sep 2014 - 17:20
سياف: جهاد د افغانستان عزت دى
author avatar
20 Sep 2014 - 17:20

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): استاد سياف وايي، ځينې کړۍ د مجاهدينو د منزوي کېدو او ورک کولو په هڅه کې دي، خو دا ارمان به له ځان سره ګور ته يوسي.

د اسلامي دعوت ګوند مشر عبدرب الرسول سياف نن د افغانستان د پخواني ولسمشر او اسلامي جمعيت ګوند د رهبر استاد برهان الدين رباني د وژنې د کاليزې غونډې ته په کابل کې وويل: ((هغه کړۍ چې د مجاهدينو د نوم ورکولو په هڅه کې دي او په ناروا توګه په دې فکر کې دي چې مجاهدين له صحنې لرې او ګوښه کړي، نو دغه ارمان يې پلار، نيکه او اربابانو ګور ته وړى دى.))

استاد رباني د ١٣٩٠ لمريز کال د وږې په ٢٩مه د هغه ځانمرګي بريدګر له خوا  په خپل کور کې ووژل شو چې ځان يې  د دولت د وسله والو مخالفينو د سولې پيغام راوړونکى معرفي کړى و.

استاد سياف رباني يو مسلمان دعوتګر او مجاهد ياد کړ او هغه کسان يې باغيان وبلل چې د استاد رباني تر مشرۍ لاندې د  استاد رباني د حکومت پر ضد يې جګړه کوله.

د هغه په خبره، بغاوتګر هغه کس ته ويل کېږي چې د مسلمانانو د امام او متشرع پر ضد له شعري مجوز پرته يې قيام کړى وي.

سياف وويل چې استاد رباني يو مسلمان رهبر او د يوه اسلامي دولت په سر کې واقع و.

هغه زياته کړه: ((زه له ټولو هغو کسانو چې غږ مې اوري، پوښتنه کوم چې په عالم اسلام کې، په متشرع کېدو، مسلمانېدو، دعوت ګر کېدو او جهادګرۍ په برخه کې چا له استاد نه لوى لاس درلود… د نتيجې په توګه تاسې ته وايم، هغه کسان چې راغلل او  د استاد رباني پر وړاندې يې پاڅون وکړ، وسله وال پاڅون يې وکړ، دوى ته د شريعت په حکم بغاوتګر ويل کېږي.))

هغه وويل چې کابل د مقاومت پر مهال دلته د “بغاوتګرو” په لاس کې و او د دار بغيه په نامه يادېده.

سياف وويل، الله تعالى وايي: ((که چېرې يو اړخ بغاوت ته دوام ورکوي، د خداى تعالى حکم ته غاړه نه ږدي، نو له هغوى سره تر هغو قتال وکړئ، تر هغه وخته چې د خداى تعالى حکم ته تنبيه شي.))

هغه زياته کړه: ((د اهل مقاومت خلکو ته وايم، هغه کسان چې د پرديو غلامانو د يرغل او د هغوى د بغاوتګر نظام پر وړاندې يې قيام کړى و، د خداى تعالى واجب حکم يې پر ځاى کړى و.))

نوموړي وويل: ((زه مفتي نه يم، د خداى حکم او شريعت بيانوم او هغه کسان چې سرتېري، پوليس، اردو، امنيت او د جهاد مشران وژني؛ نو مباح الدم يا کافر بالله دي.))

نوموړي د وسله والو مخالفينو عمل جهاد ونه باله او زياته يې کړه: ((دا چې جهاد يې بولي؛ د اسلام، اسلامي ارزښتونو او اسلامي بنسټونو په حق کې ستر خيانت دى.))

نوموړي د روسانو پر وړاندې جهاد په درنښت سره ياد کړ او ويې ويل چې جهاد د افغانستان عزت دى.

نوموړي وويل چې د افغانستان د خلکو د جهاد له هيبت او عظمت څخه په نورو هېوادونو کې کار اخيستل کېږي، خو د دغه هېواد د جهاد اتلان په لغتو وهل کېږي.

سياف زياته کړه: ((موږ نه غواړو چې باداران وو، خو د دغه ملک خادمان يو، زموږ له تواضع نه بايد ناوړه استفاده ونه کړي، زموږ تواضع دې په کمزورۍ او نا توانۍ نه تعبيروي.))

هغه په ټينګار سره څرګنده کړه: ((موږ د دغه ملت خادمان، گذشت مو کړى او زموږ گذشت دې په کمزورۍ نه تعبيرېږي، موږ غواړو چې په دغه ملک کې د سولې، وروګلوۍ او دوستۍ فضا وي، موږ د جګړې پلويان نه يو، هر څو يې که سخته وايو، خو بيا هم د سولې پلويان يو او د جګړې پلوي نه کوو.))

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.