ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځو شمالي ولايتونو کې تر پنځه ګون پورې بانک نوټونه نه چلېږي

author avatar
20 Sep 2014 - 16:43
author avatar
20 Sep 2014 - 16:43

مزارشريف (پژواک ٢٩ وږى ٩٣): د شمال زون په پنځو ولايتونو (سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل او فارياب) کې يو ګون، دوه ګون او پنځه ګون بانک نوټونه نه چلېږي.

د دغو ولايتونو اوسېدونکي او کوچني سوداګر وايي چې له تېرو دريو کلونو د نامعلوم علت له امله په بازار کې ياد بانک نوټونو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان بانک مسوولين هم په شمال زون کې د دغو بانک نوټونو د نه چلېدو پخلی کوي خو وايي، هر څوک چې د يادو بانک نوټونو له اخيستو انکار وکړي د قانون پر وړاندې مجرم ګڼل کېږي خو امنيتي ارګانونه ورسره په دې برخه کې مرسته نه کوي.

د مزارشريف ښار په حاجي ايوب څلورلارې کې د هټۍ مخې ته ولاړ نورالدين په داسې حال کې چې خوراکي توکي يې اخيستل، هټۍ وال ترې د پنځه ګون کاغذي بانک نوټونه وانه خيستل.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې دوه ورځې وړاندې له پلخمري مزار ته راغلی، د خوراکي توکو د اخيستو لپاره يې کاغذي بانک نوټونه ورکړل خو وايې نه خيستل.

نورالدين په داسې حال کې چې يو څه موسکی موسکی کېده، په حيرانتيا وويل: ((زه نه پوهېږم ولې يو بام او دوه هواګانې دي، همدا پنځه ګون په پلخمري کې چلېږي خو دلته دغه هټۍ وال رانه وانه خيست.))

د خوراکي توکو د يادې هټۍ څښتن عبدالصمد وويل، ځکه يې کاغذي پنځه ګون وانه خيست، چې له ده يې بيا څوک نه اخلي.

نوموړي زياته کړه: ((يواځې کاغذي پنځه ګون نه، دلته کاغذي يو ګون او دوه ګون هم نه چلېږي، په ټول ولايت کې يې څوک نه اخلي.))

د هغه په وينا، د نه چلېدو پر لامل يې نه پوهېږي خو له تېرو دريو کلونو په دغه ولايت کې دغه کاغذي بانک نوټونه په بازار کې بې اعتباره شوي دي.

ياد بانک نوټونه يوازې په بلخ کې نه، بلکې د شمال زون د څلورو نورو ولايتونو (سمنګان، سرپل، جوزجان او فارياب) په بازارونو کې هم د اعتبار وړ نه دي.

د سرپل د مرکز صراف محمد دين پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې له تېرو دريو کلونو يو ګون، دوه ګون او پنځه ګون نوټونه بې اعتباره شوي دي.

نوموړي زياته کړه، درې کاله وړاندې يې چلاو درلود او بيا ورک شول، اوس چې بېرته پيدا شوي بيا هم نه چلېږي.

د هغه په وينا، اوسمهال خو په دغه ولايت کې د يادو بانک نوټونو نه چلېدل، بېخي عامه خبره شوې ده.

په مزار کې د شمال زون “د افغانستان بانک” مسوول عطامحمد ارتاق هم پژواک ته د دغه زون په يادو پنځو ولايتونو کې له دريو کلونو را په دېخوا د يو ګون، دوه ګون او پنځه ګون بانک نوټونو د نه چلېدو پخلی وکړ.

نوموړي زياته کړه، کله چې په منځمهاله دوره کې د افغانيو نوي بانک نوټونه را ووتل نو هغه مهال له يو څه مودې وروسته د يو ګون، دوه ګون او پنځه ګون پيسې تر يوې مودې بندې شوې.

هغه وويل چې وروسته له هغه بېرته ونه چلېدې او بې اعتباره شوې.

د نوموړي په وينا، د يادو بانک نوټونو د نه چلېدو پر وړاندې هېڅ دليل نشته چې څوک يې وړاندې کړای شي، بلکې د يوې مبهمې وېرې له امله يې په بازار کې اعتبار له لاسه ورکړی دى.

ارتاق وويل چې دوی څو ځلې د رسنيو له لارې د يادو بانک نوټونو د اعتبار د بيا ترلاسه کېدو په موخه تبليغاتي چارې هم ترسره کړې خو لا يې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

نوموړي زياته کړه چې د دغه زون ټولو امنيتي ارګانونو ته يې د يادې ستونزې د حل په موخه رسمي مکتوبونه استولي خو د مرستې په موخه يې لا عملي ګامونه نه دي اخيستي.

د شمال زون د افغانستان بانک مسوول وويل: ((هغه څوک چې د يادو بانک نوټونو له اخيستنې انکار کوي، د افغانستان د قانون پر وړاندې مجرم دی، بايد امنيتي ارګانونه ورسره قانوني چلند وکړي.))

نوموړي زياته کړه چې له تېرو دريو کلونو که څه هم دغه بانک نوټونه د شمال زون په يادو پنځو ولايتونو کې خورا کم شوي خو بيا هم د اعتبار دغسې له منځه تګ يې د هېواد بيت المال او اقتصاد ته زيان رسوي.

په کابل کې د افغانستان بانک عمومي مسوول نورالله دلاوري پژواک اژانس ته وويل، امنيتي ارګانونه بايد هغه خلک ونيسي چې په دغه زون کې ياد بانک نوټونه نه اخلي.

نوموړي زياته کړه، د دوی دنده ده چې د افغانستان د ټولو بانک نوټونو د چلېدو او نه چلېدو په اړه معلومات خپاره کړي خو د يادو بانک نوټونو د نه چلېدو اړوند دوی څه نه دي ويلي.

د هغه په وينا، يو ګون، دوه ګون او پنځه ګون بانک نوټونه په ټول هېواد کې د اعتبار وړ دي او د شمال زون په يادو پنځو ولايتونو کې يې هم څوک په بازار کې د چلېدو پر وړاندې خنډ کېدی نه شي.

د شمال زون د افغانستان بانک مسوول ارتاق وويل چې دوی به له همدې ننه يو ځل بيا د يادو بانک نوټونو د اعتبار په موخه تبليغاتي چارې پيل کړي خو که چېرې امنيتي ارګانونه ورسره مرسته ونه کړي نو ممکن بيا هم ښه پايله ونه لري.

خو امنيتي مسوولين د افغانستان بانک د مسوولينو ادعاوې په کلکه ردوي.

د بلخ د عمومي امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل چې تر دې دمه د افغانستان بانک مسوولينو له دوی څخه په شمال زون او يا هم په بلخ ولايت کې د يادو بانک نوټونو د نه چلند ستونزه نه ده شريکه کړې او نه يې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

همدا راز عام خلک هم دوی ته عارض شوي نه دي چې په مزارشريف ښار کې دغه کاغذي بانک نوټونه ترې څوک نه اخلي.

نوموړي زياته کړه، که چېرې د افغانستان بانک مسوولين له دوی څخه رسمي غوښتنه وکړي او يا هم کوم عام کس د دغو بانک نوټونو د نه چلېدو پر وړاندې عارض شي نو دوی به قانوني چلند وکړي.

Visits: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.