ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ارګ کې کېدونکې غونډه وځنډېده

په ارګ کې کېدونکې غونډه وځنډېده

author avatar
20 Sep 2014 - 17:49
په ارګ کې کېدونکې غونډه وځنډېده
author avatar
20 Sep 2014 - 17:49

کابل (پژواک، ٢٩ وږى ٩٣): په ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د جهادي مشرانو او دواړو کانديدانو ترمنځ کېدونکې غونډه وځنډېده.

دا غونډه ټاکل شوې وه، چې نن د وږي په ٢٩مه، تر غرمې وروسته په دوو بجو شوې واى.

ولسمشر کرزي، نن د لويې جرګې په خېمه کې د سولې عالي شورا د مخکيني مشر او پخواني ولسمشر برهان الدين رباني د وژل کېدو د درېيم تلين په مراسمو کې د خپلو خبرو په پاى کې وويل، چې دى غونډې پرېږدي، ځکه چې په ارګ کې د يوې بلې غونډې تابيا نيول شوې ده.

هغه زياته کړې وه: “زه ځم چې په خير سره د يوې بلې غونډې چمتووالى ونيسم، جهادي مشران او د ولسمشرۍ نوماندان په کې ګډون کوي.”

ولسمشر کرزي د دواړو نوماندانو ترمنځ هوکړې ته په اشارې سره وويل، چې ان شاءالله د خوښۍ خبرونه پر لاره دي.

خو د ارګ يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې دا غونډه د نن لپاره ځنډول شوې ده.

خو دا چې دا غونډه به بيا کله ترسره شي، سرچينې يې په اړه له نورو معلوماتو ډډه وکړه.

د تحول او تداوم د ټيم يوې سرچينې هم پژواک ته ومنله، چې په ارګ کې نن کېدونکې غونډه تر نږدې ماښامه پورې ځنډېدلې ده.

دى وايي، لومړى ټاکل شوې وه، چې غونډه په دوه بجو وشي، خو په دوه بجو ونه شوه، بيا يې پنځه بجې وخت وټاکل شو.

يادې سرچينې وويل: ((ولسمشر د ټاکنو د دواړو کمېسونونو مشران او کمېشنران او جهادي مشران راغوښتي وو، خو په پنځو بجو ډاکټر عبدالله عبدالله رانغى او غونډه وځنډېده.))

د ارګ يوې بلې سرچينې پژواک ته وويل، چې ډاکټر عبدالله ماښام ته نږدې په داسې حال کې ارګ ته راورسېد، چې نور څوک ارګ ته نه وو، راغلي.

د تحول ټيم يوې سرچينې هم ويلي، چې ډاکټر اشرف غني هم د ارګ په لوري خوځېدلى دى، خو دا تر اوسه نه ده جوته چې غونډه به کله ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.