ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني احمدزى د افغانستان ولسمشر شو

اشرف غني احمدزى د افغانستان ولسمشر شو

author avatar
21 Sep 2014 - 17:57
اشرف غني احمدزى د افغانستان ولسمشر شو
author avatar
21 Sep 2014 - 17:57

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دويم پړاو ولسمشریزو ټاکنو پايلې اعلان کړې او  اشرف غني احمدزى يې د بريالي نوماند په توګه بللى، خو د رايو د سلنې د توپير په اړه يې څه نه دي ويلي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر يوسف نورستاني د وږي په ٣٠ مه، د يوې خبري ناستې پر مهال وويل، چې د رايو د سلنې له مخې، ډاکټر اشرف غني احمدزى د افغانستان ولسمشر دى.

بلخوا د پژواک خبري اژانس له لوري تر لاسه شوي کره معلومات ښيي، چې د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې، ډاکټر اشرف غني احمدزي ٥٥،٢٧ سلنه او ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٤،٧٣ سلنه رايه تر لاسه کړې ده.

د دغو رايو له مخې، ډاکټر اشرف غني له خپل سيال ډاکټر عبدالله څخه ١٠،٥٤ سلنه ډېره رايه خپله کړې ده.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر زياته کړه، چې د ټولو صندوقونو د بياڅېړنې او تفتيش په ترڅ کې د دويم پړاو ټاکنو ټولټال د رايې ورکونې ١١٩٤٥ محلونه معتبره پېژندل شوي، د رايې ورکونې ١٢٦٠ محلونه باطل شوي او د ٩٦٧٧ محلونو بياشمېرنه ترسره شوه

هغه څرګنده کړه، چې د ټاکنو لړۍ د شکايتونو د ثبتولو له پاى ته رسېدو سره سم، د دواړو نوماندانو د سلګونه زره رايو په باطلولو سره په ټول هېواد کې پاى ته ورسېده.

نورستاني وويل: “پر همدې بنسټ د ټاکنو خپلواک کمېسيون، ډاکټر اشرف غني احمدزى د افغانستان د اسلامي جمهوريت د مشر په توګه اعلانوي او د ټاکنو لړۍ پاى ته رسوي.”

نوموړي څرګنده کړه، چې د پايلو بشپړ توپير او تفکيک د دواړو نوماندانو په واک کې ورکړل شوى او د کمېسيون له لوري به په يوه وروستي کې خپور شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون مشر وويل، چې تفتيش او څېړنه ټول اړخيزه او معتبره وه او د مقياس، ژورې څېړنې او تدقيق له مخې، بې سارې وه، خو ويې ومنله، چې بيا هم دغې څېړنې او تفتيش په بشپړ ډول ونه کولى شول، چې د دواړو نوماندانو له لوري، د درغليو په اړه شويو ادعاوو ته چې د ژورې څېړنې له پايلې وروسته بيا هم ستونزمنه وه، لاسرسى وکړي.

د نورستاني له قوله، د روان کال د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې د يادو دليليونو له مخې، هغه درغلۍ چې له بېلابېلو لورو تر سره شوې وې او دواړو ټاکنيزو ټيمونو هم هغه مطرح کړې، د افغانستان ملت ته د ډېرو ستونزو د راولاړېدو لامل شوې.

نوموړي زياته کړه، چې بيا هم خلکو ټول خطرونه او ګواښونه په خپلو ځانونو ومنل او د رايې ورکونې په موخه د رايې ورکونې مرکزونو ته ولاړل، خو بيا هم له بده مرغه په هېواد کې داسې ستونزې شته، چې د عادلانه او رڼو ټاکنو تر سره کول، له ستونزو سره مخ کوي.

هغه نورو ګواښونو ته هم اشاره وکړه، چې تر اوسه پورې د هېواد ټولو وګړو برېښنايي معتبرې تذکرې نه دي ترلاسه کړې، څو څرګنده شي، چې په هرې ولسوالۍ، ولايت او په ټول هېواد کې څومره وګړي ژوند کوي او له دې ډلې يې څومره د رايې ورکونې په شرايطو برابر دي او ورته مهال د دوى ټاکنيزه حوزه هم نه ده معلومه او په اړونده حوزه کې يې د رايې ورکونې نوملړ شتون نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې ورته مهال د ټاکنو د تر سره کولو لپاره بشپړ او کافي امنيت هم شتون نه لري او سياسي ثبات په هغه اندازه نه دى، چې ملکي او امنيتي کارکوونکي، له قضايي او عدلي ارګانونو وډار شي او د ټاکنو پروسې څخه له سرغړونې او درغلۍ ډډه وکړي.

خو نوموړي څرګنده کړه، چې د هېواد وګړو د روان کال د ولسمشرۍ ټاکنو په دواړو پړاوونو کې څرګنده کړه، چې د رايو پر بنسټ په سوله ييز ډول د واک د لېږد غوښتونکي دي.

د يادولو ده، چې د يادې خبري ناستې په پاى کې خبريالانو ته د پوښتونو کولو لپاره وخت ورنه کړل شو.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.