ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني احمدزى د ټاکنو ګټونکى دى

اشرف غني احمدزى د ټاکنو ګټونکى دى

author avatar
21 Sep 2014 - 17:09
اشرف غني احمدزى د ټاکنو ګټونکى دى
author avatar
21 Sep 2014 - 17:09

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د پژواک خبري اژانس له لوري ترلاسه شوي کره معلومات څرګندوي چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنو د رايو د بياڅېړنې په پايله کې اشرف غني احمدزى د ٥٥،٢٧ سنله رايو په ترلاسه کولو سره بريالى نوماند دى.

عبدالله عبدالله د ٤٤،٧٣ رايو په خپلولو او د ١٠،٥٤ سلنې په توپير دويمې رايې اخيستې دي.

د دغو معلوماتو له مخې چې د ټاکنو په کمېسيون کې د يوې موثقې سرچينې له لوري پژواک خبري اژانس ته ورکړل شوي، د ټولو رايو له ډلې ټولټال ٧١٢٠٥٨٥ رايې معتبرې پېژندل شوې دي.

له دې منځه اشرف غني احمدزي، ٣٩٣٥٥٦٧ رايې او ډاکټر عبدالله ٣١٨٥٠١٨ رايې خپلې کړې چې ٧٥٠٥٤٩ رايې د دواړو تر منځ توپير څرګندوي.

که څه هم د باطلو شوو رايو په اړه کوم معلومات په لاس کې نشته، خو د شمېرو له پرتلنې څرګنديږي چې د بياڅېړنې لړۍ په ترڅ کې ټولټال ٨٥٢١٤٢ رايې باطلې شوې چې څه باندې ٦٤ سلنه يې په اشرف غني پورې اړونديږي.

له دې ډلې ٥٥٠٣٢١ رايې د اشرف غني په ګټه اچول شوې رايې  او ٢٧٦٦٢١ د عبدالله عبدالله په ګټه اچول شوې رايې باطلې شوې دي.

د دغو معلوماتو له مخې، اشرف غني احمدزي د هېواد په ١٨ ولايتونو او عبدالله په ١٦ ولايتونو کې ډېرې رايې خپلې کړې دي.

کابل، ميدان وردګ، لوګر، پکتيکا، پکتيا، خوست، ننګرهار، کونړ، لغمان، کندوز، جوزجان، سرپل، فارياب، نيمروز، هلمند، کندهار، زابل او اروزګان هغه ولايتونه دي، چې اشرف غني احمدزي په کې ډېرې رايې خپلې کړې دي.

عبدالله په کاپيسا، پروان، غزني، نورستان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، بادغيس، هرات، فراه، غور، باميان، پنجشير او دايکنډي ولايتونو کې ډېرې رايې خپلې کړې دي.

د نورو ولايتونو په پرتله په کابل کې ډېره رايه ورکړل شوې چې د دغو رايو له ډلې احمدزي ٥١،١ او عبدالله عبدالله ٤٨،٩ سلنه رايه ترلاسه کړې ده.

لومړنۍ پايلې

د ټاکنو کمېسيون مشر د بياڅېړنې له لړۍ وړاندې د لومړنيو رايو د اعلان پر مهال د چنګاښ مياشتې په ١٦مه نېټه ويلي وو چې د ولسمشرۍ ټاکنو په دويم پړاو کې ټولټال ٧٩٧٢٧٢٧ رايې معتبرې شمېرل شوې دي.

اشرف غني احمدزي د ٤٤٨٥٨٨٨ رايو په خپلولو سره چې ٥٦،٤٤ سلنه رايې کېږي، له خپل سيال عبدالله عبدالله مخکې و. خو عبدالله له دې ډلې ٤٣،٥٦ سلنه رايې چې ٣٤٦١٦٣٩ رايې کېږي، خپلې کړې وې.

د رايو بياڅېړنه

د افغانستان دويم پړاو جنجالي ټاکنې، د غبرګولي مياشتې په ٢٤مه نېټه ترسره شوې.

د ټولو رايو شمېرنه د زمري مياشتې په ٢٦مه نېټه پيل او له څو ځلې ځنډ وروسته بالاخره د وږي مياشتې په ٢٣مه نېټه پاى ته ورسېده.

ټاکل شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن مازديګر د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

بلخوا نن د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو، د ملي يووالي حکومت د رامنځته کولو په اړه يو هوکړه ليک لاسليک کړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.