ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا: د کانديدانو د هوکړې هرکلى کوو

امريکا: د کانديدانو د هوکړې هرکلى کوو

author avatar
21 Sep 2014 - 16:38
امريکا: د کانديدانو د هوکړې هرکلى کوو
author avatar
21 Sep 2014 - 16:38

کابل (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د امريکا متحده ايالت د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو نوماندانو تر منځ د “ملي يووالي” حکومت جوړولو د هوکړه ليک د لاسليکولو هرکلى کوي.

د ولسمشرۍ نوماندانو اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله د ملي يووالي حکومت د تشکيل هوکړه ليک نن په ارګ کې لاسليک کړ.

وروسته له هغه چې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې له بندښت سره مخ شوې، دواړو نوماندانو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي يان کوبېش په منځګړيتوب د ملي يووالي حکومت پر جوړېدو هوکړه وکړه.

د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې نن (وږې ٣٠مه) پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، ويل شوي چې د دې هوکړې لاسليک د افغانستان بحران پاى ته رسوي او په راتلونکي د باور حس غښتلى کوي.

خبرپاڼه کې راغلي: (( د دوى له بريا څخه د ډاډ حاصلولو لپاره موږ له دې هوکړې ملاتړ کوو او له راتلونکې ادارې سره همکارۍ ته چمتو يو.))

سرچينه زياتوي، څرنګه چې دواړو نوماندانو د اګسټ د اتمې نېټې په اعلاميه کې څرګنده کړه چې د افغانستان خلک د خپل هېواد د غوره راتلونکې لپاره د مشروع او موثر دولت غوښتونکي دي. ميليونونو افغانانو شهامت وکړ، تاوتريخوالي او ګواښونه يې له پامه وغورځول ، اشرف غني او عبدالله ته يې رايه ورکړه، دغه هوکړه ليک د افغانستان اکثره خلکو ته د درناوي په معنا دى.

سپينې ماڼۍ همدرانګه ويلي: ((دغه هوکړه ليک په افغانستان کې د يووالي او ثبات لپاره مهم فرصت په ګوته کوي، موږ د سياستوالو، مذهبي مشرانو او مدني ټولنې غړو په ګډون له ټولو افغانانو غواړو چې له دغه هوکړه ليکه ملاتړ وکړي او په ګډه همکارۍ او ارامۍ ته را وبولي.))

سرچينې همدرانګه څرګنده کړې چې ډيموکراتيکې پروسې ته درناوى د افغانستان لپاره يواځېنۍ لاره ده څو د راتلونکي پر لور خپلو پرمختګونو او ثبات ته دوام ورکړي، د امريکا متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې دوام داره ملاتړ له ځان سره ولري.

په خبرپاڼه کې ويل شوي: ((موږ د ټاکنيزې پروسې وروستي تصميم ته سترګې په لار يو، د ټاکنو د پايلې اعلان، د راتلونکي ولسمشر د لوړې مراسم، د اجرائيوي رييس ګومارنه، د امنيتي تړون نهايي کولو، له ناټو سره د امنيتي او د ځواکونو د حالت په اړه د تړون نهايي کولو ته سترګې په لاره يو، څو له افغانستان سره يو ځل بيا زموږ ستراتيژيک ګډون او ژمنه تاييدوي او له افغانستان څخه زموږ ملاتړ ته زمينه مساعدوي.))

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.