ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جګړو او ماينونو د سنګين د خلکو کارونه درولي

جګړو او ماينونو د سنګين د خلکو کارونه درولي

author avatar
21 Sep 2014 - 15:17
جګړو او ماينونو د سنګين د خلکو کارونه درولي
author avatar
21 Sep 2014 - 15:17

لښکرګاه (پژواک ۳۰ وږى ۹۳): د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ موټر چلوونکي وايي، چې د جګړې او پر لويو لارو د ماينونه له امله يې کارونه په ټپه درېدلي دي.

د سنګين د ساروان کلا اوسېدونکي احمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له خپلې سيمې تر لښکرګاه پورې د سپرليو موټر چلوي؛ خو په دې وروستيو کې يې نا امنيو پر کار ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه وايي، د جګړو او ماين چاودنو له امله لښکرګاه ته د خلکو تګ راتګ کم شوى دى.

ده د دې پوښتني په ځواب چې نن د سولې نړيواله ورځ ده، تاسو څه هيله لرئ؟ وويل: ((دا ارمان لرو چې سوله او ثبات وي، مسلمانان سره يو وي، په امنيت کې شو او وطن مو نور خراب نه شي.))

د سخي داد په نوم يوه چلوونکي پژواک ته وويل، کور يې ولسوالۍ ته نږدې د چغک په سيمه کې دى، طالبانو يې له کور سره نږدې سنګر نيولى چې له همدې امله سيمې ته نه شي تلاى او په بله سيمه کې اوسېږي.

د ده په وينا، د پخوا په پرتله سپرلي کم شوي، کله لاره بنده وي او کله هم د جګړې او د ماينونو له وېرې نه تلاى.

 چلوونکي محمد صادق د سنګين په اډه کې پژواک ته وويل چې په سيمه کې امنيت خراب دى، ډېرې کورنۍ ګډه شوې او وسله وال حاکم دي.

نوموړي له امنيتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې د سنګين د امنيت لپاره کوټلي ګامونه واخلي؛ ځکه د مرګ ژوبلې تر څنګ يې د خلکو کارونه په ټپه درېدلي دي.

د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل ځکه لښکرګاه ته نه ځي چې پر لويه لاره د جګړو او ماينونو د چاودنې وېره وي.

بلخوا د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت د امر مرستيال سمونوال محمد ويس صميمي وايي، له څو ورځو را هيسي چې سنګين ته نوي او تازه دمي سرتېري لېږل شوي؛ امنيت تر پخوا ښه شوى دى.

ده پژواک اژانس ته وويل چې اوس په ډېرو سيمو کې امنيت ښه دى او وسله وال مخالفين په تېښته دي؛ خو بيا هم په ځينو سيمو کې جګړې شته چې امنيتي سرتېري يې د مخنيوي هڅه کوي.

نوموړي وويل، د خلکو د مرګ ژوبلې د مخنيوي له امله يې فعاليتونه ټکني کېږي؛ ځکه په سيمه کې د ماينونو شتون او شنه فصلونه يې د عملياتو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه د چلوونکو د ستونزې په تړاو څه ونه وويل خو يادونه يې وکړه چې پر لويو لارو د ماينونو خطر شته.

طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د سنګين او کجکي ولسوالۍ تر منځ په لاره کې يې ګڼې پوستې نيولې او په سيمه کې جګړه کوي.

احمدي د ځايي خلکو او چلوونکو د ستونزو په تړاو څه نه دي ويلي.

په سنګين کې د وروستيو جګړو له پيله تر اوسه د چارواکو په وينا د ښکېلو غاړو تر څنګ شاوخوا دوه زره کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ډېره برخه يې ملکي وګړي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.