ترينکوټ (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): د اروزګان د مستوفيت رياست لپاره د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت د يوه کمپلېکس ودانۍ بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د اروزګان والي امان الله تيموري د وږي په ٣٠مه د دې ودانۍ د پرانيستې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د مستوفيت ستونزې هوارې او عوايد به يې زيات شي.
هغه زياته کړه چې دغه ودانۍ د يوه کال په موده کې په يونيم جريب ځمکه کې د ٣١ ميليونه افغانيو په لګښت چې د ماليې وزارت له خوا ورکړل شوى، جوړه شوې ده.
تيموري وويل چې په کمپلېکس کې درې ودانۍ شتون لري، د اداري خونو ترڅنګ پخلنځى، وړوکتون او نور ملحقات هم لري.
نوموړي پر دولتي کارکوونکو غږ وکړ چې د مراجعينو ستونزې او کارونه پر وخت خلاص کړي.
هغه ګواښ وکړ، کوم دولتي مامور که په خپلو کارونو کې ناغېړي وکړي، نو څارنوالۍ ته به يې معرفي کړي.
د اروزګان مستوفي احمدشاه حبيبي د يادې ودانۍ پر جوړېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د مناسب ځاى د نه شتون له امله له ستونزو سره مخ وو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن