ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه ولايتي شورا چارې درېدلې

د فراه ولايتي شورا چارې درېدلې

author avatar
21 Sep 2014 - 12:41
د فراه ولايتي شورا چارې درېدلې
author avatar
21 Sep 2014 - 12:41

فراه (پژواک۳۰ وږی ۹۳): د ټاکنو د پايلو د څو مياشتني ځنډ له امله د فراه ولايتي شورا ډېر غړي شورا ته نه ځي او له امله يې د دې شورا نږدې ټولې چارې په ټپه درېدلې دي.

د ولايتي شوراګانو ټاکنې د ولسمشرۍ له لومړي پړاو ټاکنو سره يو ځاى د وري په ١٦مه ترسره شوې خو په ټاکنو کې د درغليو د دعوو له امله د ولسمشرۍ ټاکنې له بن بست سره مخ او د دې لامل شوې چې تر اوسه د دواړو ټاکنو وروستۍ پايلې نه دې اعلان شوې.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پايلې نن او د ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې په نږدې راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال عبدالحميد حميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ټاکنو د پايلو ځنډ د ولايتي شورا د کانديدانو او ځينو غړو د بې برخليکۍ لامل شوې دي.

د هغه په وينا، د فراه ولايتي شورا له نهوغړو چې دوې يې ښځې دي، يواځې دوه يا درې وکيلان شورا ته ځي او نور غيرحاضر دي.

ده زياته کړه: “د شورا وروستۍ پايلې نه دې معلومې، په همدې خاطر هغه پخواني وکيلان چې د ټاکنو په لومړيو پايلو کې بريالي نه دي اعلان، ځانونه ناکام بولي او شورا ته نه راځي او وروستۍ پايلې اعلان نه دي، چې نوي وکيلان معلوم شي.”

د حميد په وينا، اوس د شورا له غړو دى ، عبدالستار رحيمي او ځينې ورځې شهلا ابوبکر خپلې دندې ته حاضرېږي او دغه درې واړه د ټاکنو په لومړنيو پايلو کې بريالي اعلان شوي دي.

د ده په وينا، د دې شورا پاتې شپږ غړي چې د لومړنيو پايلو له مخې بريالي نه دي اعلان شوي، شورا ته نه ورځي.

د فراه ولايتي شورا ته  د پنځو ښځو په ګډون دېرشو تنو ځانونه کانديد کړي وو.

د فراه د ولايتي شورا مرستيال وايي: “دا چې په شورا کې اکثره وکيلان نشته، نو ولس هم شورا ته مراجعه نه کوي او د دې شورا په مراجعينو کې د پخوا په پرتله تر پنځوس سلنه زيات کموالی راغلی او خلک اوس له ډېرو ستونزو سره مخ دي.”

حميد وايي چې اوس دغه شورا د دولتي ادارو پر کړنو هم څارنه نه شي کولاى.

هغه زياتوي: “مخکې به موږ په هرو پنځه لسو ورځو کې يوې ولسوالۍ ته سفر کاوه، خو اوس دا کار هم را څخه پاتې دى او د دې تر څنګ زموږ استماعيه غونډې او ډېر نور پروګرامونه هم په ټپه درېدلي دي.”

د ده په وينا، دا وضعيت پر دولت د خلکو د باور د کچې د ټيټېدو لامل کېږي نو ځکه خو بايد د ټاکنو خپلواک کمېسيون ډېر ژر د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو پايلې اعلان کړي.

د ولايتي شورا له نورو غيرحاضرو غړو سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د دې شورا منشي شريفه سادات وايي، چې له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې د ورپېښې ناروغۍ له امله خپلې دندې ته نه وه ورغلې.

هغې د ټيلېفون له لارې پژواک ته وويل چې د درملنې لپاره هرات ته تللې وه، تېره ورځ فراه ته رارسېدلې او نن (د وږي ٣٠مه) شورا ته ورغلې ده.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.