ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ژوندليک

author avatar
21 Sep 2014 - 23:24
author avatar
21 Sep 2014 - 23:24

 محمد اشرف غني احمدزى په کال ١٣٢٨ هجري لمريز کې په کابل کې زېږېدلى دى .
نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې دکابل په استقلال او حبيبې لېسه کې پاى ته رسولې او د ښوونځي په دوران کې يې د امريکا په متحده ايالاتو کې په يو کلن پروګرام (AFS) کې هم ګډون کړى دى.
احمدزي د لبنان د بيروت په امريکايي پوهنتون کې دسياسي علومو په څانګه کې د ليسانس دورې له بشپړولو وروسته خپله لومړۍ ماسټري له ياد شوي پوهنتون څخه په سياسي علومو ترلاسه کړه.
ده همداراز خپله دويمه ماسټري د کولمبيا له امريکايي پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو او انسان پېژندنې او درېيمه ماسټري له همدې پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې ترلاسه کړې ده.
احمدزي د انسان پېژندنې په برخه کې خپله دوکتورا هم د کولمبيا له پوهنتون څخه اخستې ده.
همدارنګه نوموړي ته يوه افتخاري دوکتورا د امريکا د متحده ايالاتو دسکرانتن د پوهنتون لخوا او بله افتخاري دوکتورا دکاناډا د ګلف پوهنتون لخوا ورکړل شوې ده او د يوه کال لپاره يې د پاکستان د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې دسيرت نبي (ص) په برخه کې زده کړې کړې دي.
نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين د نفاذ، د ښځو د حقونو او ټولنيز عدالت، په قبايلي ټولنه کې داسلام او دولت جوړښت، داسلامي شريعت په محکمه کې د تشنج او ناورين حل، د افغانستان د معاصرو ادبياتو، له ١٥ مې پېړې څخه تر ١٩ پېړۍ پورې د افغانستان  د ٤ سوه کلن تاريخ او ناکامو دولتونو او د هغو د برياليتوب د لارې په اړه څېړنې کړې او اثار يې ليکلي دي. 
احمدزي د ډنمارک داروس، دامريکا د بکلي او جانزهويکنز په پوهنتونونو کې د استاد، دنړيوال بانک دستراتيژۍ او کړنلارې دجوړولو په برخه کې د رييس او د  ٢٠٠١ کال دسپتمبر له ١١ مې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي (اخضر ابراهيمي) د سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي .
همدارنګه نوموړي د حامد کرزي په مشرۍ له موقتې ادارې وروسته دانتقالي ادارې د ستر سلاکار، په افغانستان کې د مرستو دانسجام ادارې درييس او په انتقالي دوره کې د ماليې دوزير په توګه او ددې دورې له پاى ته رسېدو وروسته ديوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس پاتى شوى دى.
اشرف غني احمدزى دتېرو دوو کلونو په اوږدو کې دامريکا د وکيلانو دنړيوال عدالت په پروګرام کې دقانون دحاکميت پروژو دعالي مشورتي کمېټې غړى و او د بروکنګ موسسې د پروژې دعالي کمېټې ( په نړۍ کې دسولې او امن رامنځته کېدل ) غړيتوب يې هم درلود .

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.