هرات (پژواک ٣٠ وږى ٩٣): په هرات کې څلور هغه جعل کاره کمېشن کاران نيول شوي چې د دغه ولايت د امنيه قوماندان په جعلي لاسليک به يې خلکو ته پاسپورټونه اخيستل.
د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالروف احمدي پژواک اژانس ته وويل، دغه څلور کمېشن کاران نن سهار په هرات ښار کې نيول شوي او پوښتنې ترې روانې دي.
هغه وويل چې جعل کارانو په څو مواردو کې د هرات د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي بهسودي پر جعلي لاسليک د خلکو لپاره پاسپورټونه اخيستي دي.
هغه د يادو څلور تنو نومونه افشا نه کړل خو يادونه يې وکړه چې نيول شوي د هرات اوسېدونکي دي.
د هرات ښار يوه اوسېدونکي محمدفاروق پژواک ته وويل چې پوليس بايد هڅه وکړي د داسې ډېرو نورو جعل کاريو مخنيوى وکړي.
هغه وويل چې نيول شوو جعل کارانو ته دې سزا ورکړل شي څو د نورو لپاره عبرت شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن