ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه سرتېري خپله مېرمن وژلې

يوه سرتېري خپله مېرمن وژلې

author avatar
21 Sep 2014 - 18:13
يوه سرتېري خپله مېرمن وژلې
author avatar
21 Sep 2014 - 18:13

غزني (پژواک ۳۰  وږی ۹۳): د غزني په مقُر ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يوه سرتېري خپله مېرمن په ډزو سره وژلې ده.

د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله انصافي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار شوې او په دې پېښه کې تورن سرتېرى، چې جميل نومېږي، نيول شوى دى.

هغه په دې تړاو نور جزئيات ورنه کړل؛ خو يادونه يې وکړه، چې پوليسو په دې تړاو څېړنې پيل کړې دي.

اخوا د وژل شوې مېرمنې ورور محمدحسن پژواک ته وويل، چې خور يې نن د خپل مېړه له لوري په ډزو سره وژل شوې ده.

هغه وايي، ١٩ کلنه امينه څو کاله مخکې د خپل لومړني مېړه تر وژل کېدو وروسته، د هغه ورور جميل ته په نکاح شوه، چې پر هغې سربېره دوه نورې مېرمنې هم لري.

دى وايي: ((د خور خاوند مې راته ټېلېفون وکړ، چې راشه خور دې مړه شوې؛ کله چې ورغلم، خور مې په وينو کې پرته وه او د خولې په برخه کې پر مرميو وېشتل شوې وه.))

دى وايي، جميل د هغې له خور سره پخوا هم بد چلند کاوه او څو ځلې يې وهلې ټکولې وه؛ خو ده د اوسنۍ پېښې د لامل په اړه څه ونه ويل.

د غزني ولايت د  ښځو چارو رييسې شکريې ولي پر دې پېښه خواشيني ښودلې او قاتل ته يې د سختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

تر دې پېښې څلور ورځې مخکې د وږي په ٢٦مه په هرات ولايت کې دوه نجونې په مرموز ډول وژل شوې وې، چې چارواکو يې لامل کورنى تاوتريخوالى ښودلى وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.