ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروپايي ټولنې د ټاکنو د پايلو د اعلان په بڼې اندېښنه وښوده

اروپايي ټولنې د ټاکنو د پايلو د اعلان په بڼې اندېښنه وښوده

author avatar
22 Sep 2014 - 19:01
اروپايي ټولنې د ټاکنو د پايلو د اعلان په بڼې اندېښنه وښوده
author avatar
22 Sep 2014 - 19:01

کابل (پژواک، ٣١ وږى ٩٣): د اروپايي ټولنې د ټاکنو د څارنې او ارزونې ډلې د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د کره پايلو د نه اعلانېدو په اړه خواشيني څرګنده کړه.

دغه ډله همدارنګه وايي، د ټاکنو د وروستيو پايلو له اعلان وروسته دې، د ټاکنو د بهير کلکه څېړنه تر سره شي.

دغې ډلې تېره ورځ په يوه خپره کړې اعلاميه کې د افغانستان له راتلونکي حکومت نه غوښتنه کړې، چې د خلکو د اعتماد د راګرځولو لپاره دې په ټاکنو کې پراخه اصلاحات راوړل شي.

د دغې ډلې رييس تايس برمن په راتلونکو ټاکنو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د دواړو نوماندانو له ژمنې ملاتړ کړى دى.

په اعلاميه کې د برمن له قوله راغلي: ((د درغلۍ ضد اغېزمن اقدامات، چې څو کلونه يې په اړه بې پروايي شوې، بايد پلي شي او هغه کسان دې هم په کې شامل وي، چې د ١٣٩٣ لمريز کال ولسمشريزو ټاکنو په درغليو کې ښکېل وو. موږ غواړو، چې د وړانديزونو له لارې په خپل وروستي راپور کې په دې برخه کې مرسته وکړو.))

د برمن په خبره، په دغه راپور کې به د اصلاحاتو لپاره وړانديزونه شته وي او کولى شي د ټاکنو اعتبار او اعتماد خلکو ته وړاندې کړي.

د ارزونې ډله وايي، آن د رايو له څېړنې وروسته د ټاکنيز بهير او وروستيو پايلو په ځانګړي ډول په دې اړه، چې بيا څېړنه ونه توانېده، چې د وروستيو پايلو په اړه بشپړه روښانتيا وړاندې کړي، لا هم پوښتنې پاتې دي.

د اروپايي ټولنې د ارزونې ډلې همدارنګه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د کره شمېرې د اعلان په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.

د افغانستان د ټاکنو کميسيون تېره ورځ، پرته له دې چې شمېرې وړاندې کړي، د ټاکنو وروستۍ پايله يې اعلان کړه.

د دغه کميسيون رييس احمد يوسف نورستاني وويل: ((د ټاکنو خپلواک کميسيون ښاغلى ډاکټر اشرف غنى احمدزى د افغانستان د ولسمشر په توګه اعلانوي.))

نورستاني د احمدزي د رايو د شمېر په اړه معلومات وړاندې نه کړل.

د ټاکنو خپلواک کميسيون رييس ټينګار وکړ، که څه هم د رايو څېړنه هر اړخيزه او معتبره وه او د مقياس او دقت له اړخه بې مخينې وه، خو بيا هم ونه توانېده، چې ټوله درغلي په داګه کړي.

د اروپا د څارنې او ارزونې د دغې ډلې رييس ويلي، چې د رايو څېړنه په بېړه او د لوړو سياسي ننګونو په شتون کې تر سره شوه.

برمن زياته کړې ده، افغان رايه ورکوونکو ته دې ډاډ ورکړل شي، چې راتلونکې ټاکنې په پوره روڼتيا سره تر سره کېږي.

په اعلاميه کې د هغه له قوله ويل شوي، چې دوى د ملي يووالي حکومت د جوړېدو لپاره د دواړو نوماندانو د هوکړې او د افغانستان د ثبات لپاره د دوى له سياسي ارادې څخه هرکلى کوي.

خو برمن په ورته وخت کې ويلي دي، چې د راتلونکي حکومت او سياسي واک د وېش په اړه د دواړو نوماندان هوکړه د بيا څېړنې بهير څخه له نارضايت وروسته رامنځته شوې ده.

د ارزونې ډلې رييس زياته کړه، چې د بيا څېړنې په پايله کې پراخه درغلي څرګنده شوه، دا به د منلو وړ نه درناوي، چې د افغانو ښځو او نارينه وو رايو ته کېږي، چې د خطرونو په منلو سره يې په ازادانه ډول رايه ورکړه.

د ارزونې ډلې د خپلو ٤١٠ څارونکو پر مټ دغه پروسه وڅارله او د رايو د صندوقونو څه باندې ٤٧ سلنه صندوقونه يې په کره ډول ارزيابي کړل، چې د دغې ډلې په اند په ټاکنو کې په پراخه توګه د درغلۍ څرګندوى و، چې عمده برخه يې د صندوقونو ډکول دي.

په اعلاميه کې ويل شوي، چې ټول ولايتونه د بياڅېړنې په پايله کې اغېزمن شوي، د رايو ورکونې د ځينو محلونو کمې برخې باطلې شوې او  د رايې ورکونې د نږدې نيمو محلونو يوه برخه باطلې شوې.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.